شعـــــرونه

د هيلو غوټۍ ګل شوې/عزام

شاعر : حافظ محمد عزام

زموږ د هیلو غوټۍ بیا را ګل شوې
شکر دی شکر په خندا را ګل شوې

سپرلی يې راوړو د خزان مخي ته
دا مړاوي زړو ته په ښکلا را ګل شوې

شول پرې اوبه مو دغه تږي زړونه
چې مو په لپو د دعاء را ګل شوې

چې مرګي يووړل د ابد لوري ته
د هغو ياد ته په ژړا را ګل شوې

په سپړېدو مو لا غوټۍ دي نوري
جهانه ونه کړې ښېرا را ګل شوې

چې غوړېدلې توره شپه وه پر موږ
زموږ و مخ ته په رڼا را ګل شوې

عَــزّامــه زېری مي در باندي راشه !
هغه غوټۍ زما او ستا را ګل شوې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x