افغانستان

صالح: تر کانټينینټل برید خونړي بریدونه د حکومت ستراتېژي ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ملي امنیت پخوانی مشر امرالله صالح پر کانټنینټل هوټل د برید په تړاو په تبصره کې حکومت په دې بريد کې شریک بولي او زیاتوي چې تر دې خونړي بریدونه د حکومت یوه نا اعلان شوې ستراتېژي ده.

صالح پخپله رسمي فیسبوک پاڼه د پرلپسې مادو په ډول حکومت ملامت کړی چې غواړي داسې بریدونو ته په زمینه برابرولو سره د ده په وینا «تروریستي بریدونه» کم ارزښته وښيي.

هغه وايي چې حکومت هممهاله غواړي، اوښتی زیان لږ معرفي کړي او ورسره جوخت امنیتي ځواکونه وستایل شي.

د دې برید له پای ته رسېدو سره سم افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ځانګړي قطعې له پولیسو سره ولیدل او د هغوی هڅې يې وستايلې.Amrullah-face

امرالله صالح وايي، دولت یوازې د برید په غندلو او دې دعوې چې له ډېورنډ هغې خوا ته طرح شوی و، خپل مسوولیت ادا کوي.

هغه په طنزي انداز لیکي چې چارواکي به د ارګ په سل مترۍ کې نږدې ایمرجنسي شفاخانې ته د زخميانو پوښتنې ته ور شي او ښايي د قربانیانو له کورنیو سره هم وګوري.

نوموړي په پای کې یو ځل بیا ټينګار کړی، چې خلک باید د داسې بریدونو په تمه واوسي چې ممکن دا ترې هېر کړي.

د تېرې شنبې په ماخستن پنځو تنو بریدګرو پر انټرکانټنینټل هوټل برید هغه پېښه وه، چې د حکومت په منځ کې يې متضادې تبصرې او بې باورۍ را پورته کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، د برید بشپړ جزییات به تر دوو اونیو له رسنیو سره شریک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x