
د کانټنینټل برید سره پر یو وخت د کورنیو چارو وزیر خپل ورور د استخباراتو مرستیال کړ
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): تېره یکشنبه، چې لا هم پر کانټنینټل هوټل برید دوام درلود، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک خپل ورور د دې وزارت د استخباراتو مرستیال کړ.
طلوع نیوز د ځينو سرچینو په حواله وايي چې که څه هم کورنیو چارو وزارت له دې انکار کړی، خو خواله رسنیو کې د ټاکل کېدو د مراسمو تصویرونه خپاره شوي دي.
سرچینه زیاتوي ویس احمد برمک د یکشنبې تر غرمې وړاندې چې لا هم پر کانټینینټل هوټل کې ډزې کېدلې، خپل ورور کبیر احمد برمک د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو مرستیال وټاکه.
کبیر احمد برمک وړاندې تر دې د کابل ښار د دیارلسمې امنیتې حوزې امر پاتې شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت دا راپورونه ناسم بولې خو په خواله رسنیو کې د کبیر احمد برمک پخوانیو ټولګیوالو هم هغه ته د نوې دندې مبارکې ورکړې ده.
دې ټاکنې په خواله رسنیو کې توند غبرګونونه راپارولي او امنیتي مسوولین د لویو پېښو په تړاو بې پروال بلل شوي.
د ملي امنیت پخواني مشر امرالله صالح هم امنیتي مسوولین او د حکومت چارواکي د دې برید په تړاو په بې پروايۍ تورنوي.
هغه وايي حکومت به یوازې دومره ووايي چې دا برید تر ډېورنډ هغې خواته طرحه شوی و، د ځینو ټپیانو پوښتنه به د ارګ په سل مترۍ ایمرجنسي روغتون کې وکړي او خپل مسوولیت به پوره وبولي.
تېره شنبه پر کانټینینټل هوټل د طالبانو برید د حکومت منځ کې هم توندې تبصرې ګرمې ساتلې دي.