نړۍ

سوريې لپاره د م م ځانګړي استازي استعفا ورکړه

نن ټکی اسيا: د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو او عرب ليګ ځانګړي استازي الاخضر الابراهيمي له خپلې دندې استعفا ورکړه.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون پرون سه شنبه نيويارک کې رسنيو سره په خپلو خبرو کې و ويل، چې الاخضر ابراهيمي غواړي له خپلې دندې لاس پر سر شي او د روانې مياشتې تر ۳۱ تاريخه به د شام لپاره د ملګرو ملتونو لخوا د ده مسؤوليت پای ته ورسيږي. الاخضر الابراهيمي دوه کاله وړاندې شام کې د ولسمشر بشارالاسد او مخالفو وسلوالو تر منځ د شخړو د مخنوي په موخه د ملګرو ملتونو او عرب ليګ لخوا ځانکړی استازی ټاکل شوی و.

هغه مهال ښاغلي ابراهيمې ويلي و، چې د يو دروند کار بوج پرې اچول شوی او دی به تر خپل وسه کوښښ کوي، چې د بشارالاسد او وسلوالو مخالفينو تر منځ روغې جوړې ته لار هواره کړي.

د روان ۲۰۱۴ کال د فبروري مياشت کې د م م په هڅو جينوا کې دشام په اړه يو کنفرانس کې د شامي حکومت او مخالفو وسلوالو استازي په يو ميز سره کيناستل، خو ابراهيمي وايي، چې تر اوسه د ده سفارتي کوښښونو د پام وړ نتيجه نه ده ورکړې، پرته له دې، چې دواړو لوريو د يوې اوونۍ لپاره حمص ښار کې په اوربند سره سلا شول او په دغه وخت کې د حمص زرګونه اوسيدونکي له دغه ځای خوندي ځايونو ته ولاړل.

ابراهيمي وايي، چې اوس هم د ده ټيم شام کې د کورنيو جګړو د مخنيوي په موخه خپلې هلې ځلې کولې، ولې د بشار الاسد لخوا د ولسمشرۍ د ټاکنو له اعلانه وروسته د ده په هيلو يخې اوبه واوښتې، ځکه چې دوی غوښتل شام کې د بشار الاسد حکومت له منځه ولاړ شي او دغه هيواد کې يو لنډ مهالی حکومت رامنځته شي، تر څو ټولو لوريو ته د منلو وړ وي.

ابراهيمي د ملګرو ملتونو د استازي په توګه ويل، چې د شام ستونزه له پوځي لارې نه حل کيږي، بلکې دا ستونزه بايد د خبرو اترو له لارې حل شي، ولې د امريکا او ايران په ګډون د يو شمېر نړيوالو قوتونو د لاسوهنې او دمداخلې له امله دشام ستونزه روځ تر بلې نوره هم سختيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x