د امریکا الاسکا ایالت کې ۸.۲ درنه زلزله، د سونامي وړاندوينه شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د امریکا په الاسکا ايالت ساحلي سيمو کې ۸.۲ درجې درنه زلزله راغلې او د هوا پېژندنې ادارې وړاندوينه کړې، چې په سيمه کې سونامي توپان راتلونکی دی.

امریکايي ځمکپوهانو ويلي، چې د امریکا په ځايي وخت نن سهار نهه بجې د الاسکا ايالت ساحلي سيمه درنې زلزلې وهلې او مرکز يې د الاسکا په جنوبي جزيرې چينياک کې و، چې ژوروالی يې لس کيلومټره ښوول شوی دی.

د امریکا هوا پېژندنې ادارې وړاندوينه کړې، چې کلیفورنيا، برتانوي کولمبیا او د الاسکا ساحلي سيمو کې سونامي توپان راتلی شي.

تر اوسه د زلزلې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي، خو سيمه ييزو چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړی، چې خپل احتياطي تدابير ونیسي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د