۱۹ کلنو جام: استرالیاوي توپ اچونکي نړیوال ریکارډ جوړ کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ۱۹ کلنو جام سیالیو په لومړي کوارټر فاینل سیالۍ کې د استرالیا سوکه توپ اچونکي «لاویډ پوپی» په ۱۹ کلنو نړیوال جام کې د زیاتو ویکټو اخیستلو نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

د انګلستان او استرالیا ترمنځ لوبه کې نوموړي د انګلستان ۸ لوبغاړي د ۳۵ منډو په بدل کې وسوځول چې د ۱۹ کلنو جام په کچه نړیوال ریکارډ دی.

له یو اړخه لوبه کې که څه هم د انګلستان لوبغاړي هم ښه ځلیدلي و او استرالیوي توپ اچونکي یې ستر هدف ټاکلو ته پرینښودل خو له بل اړخه د پوپی لخوا غوره توپ اچونې انګلستان له بریا محرومه کړ، او لوبه یې د ۳۱ منډو په توپیر وبایلله، او همدا ډول استرالیا نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

باید یادونه وشي چې هندي لوبغاړي عرفان پټان د نړیوال جام پرته په یوه لوبه کې ۹ لوبغاړي سوځولي، چې تر دې دمه د لوبغاړي لپاره په ۱۹ کلنو سیالیو کې نړیوال ریکارډ دی.

د یادونې وړ ده چې دوهمه کوارټر فاینل سیالۍ به د چهارشنبې په ورځ ۲۴ جنوري د پاکستان او سویلي افریقا ۱۹ کلنو ترمنځ او دریېمه به د افغانستان او نیوزېلنډ ۱۹ کلنو ترمنځ د پنجشنبې په ورځ ۲۵ جنوري ترسره شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د