
کندوز ښار کې د پولیسو پر موټر چاودنه وشوه
نن ټکی آسیا: د کندوز امنیتي چارواکي، نن له غرمې مخکې ۱۱:۳۰ بجې د دې ولایت د مرکز اړوند سېمه کې د پولیسو پر موټر چاودنه وشوه.
د کندوز د امنیه قومندانۍ ویاند سرور حسیني پېښه تاییدوي او وايي، چې په پېښه کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی او یوازې دوه پولیس ټپیان شوي.
نوموړي وویل، چې د چاودنې موخه د پولیس لېږدونکی موټر و.
نوموړي چې چاودنه د کندوز ښار اړوند د دوهمې حوزې په مربوطاتو کې را منځته شوه.
د یادونې وړ ده، چې نن په یوه بله ورته پېښه کې، په پلازمېنه کابل ښار کې د ملي اردو د عسکرو پر موټر چاودنه وشوه، چې د امنیتي سرچېنو له مخې، د یادې چاودنې په پایله کې دوه عسکر وژلي او یو بل ټپي کړی.
د غبرګو پېښو په تړاو طالبانو تر دې مهاله رسنیو ته څه نه دي ویلي.