افغانستان

اروپايي ټولنه د ټاکنو له کمېسیون سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر پییر مایادون وايي، د ټاکنو له کمېسیون سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته کوي؛ څو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې پرې ترسره کړي.

نوموړي ویلي، روان ۲۰۱۸ کال ډېر مهم دی، ځکه په دغه کال کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ترسره کېږي او راتلونکی کال د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې ترسره کېږي او د ټاکنو کمېسیون باید له اوسه چمتووالی ونیسي.

د پییر مایادون په خبره، د اروپايي ټولنې له خوا ۱۵ میلیونه مرسته به راتلونکی کال ۱۳۹۷ کې د ټاکنو کمېسیون ته وسپارل شي.
ده ژمنه وکړه، چې یاده ټولنه به دوه کاله وروسته د ټاکنو کمېسیون سره د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې هم ۱۵.۵میلیونه یورو مالي مرسته وکړي

دوه اوونۍ وړاندې د ټاکنو کمېسیون ویلي وو، چې د خپلو طرحو د پلي کولو لپاره تراوسه ورسره هېڅ مرستندویه ادارې مرسته نه ده کړې او دوی هم خپلې طرحې عملي کړي نه دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړی، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به راتلونکي کال د چنګاښ په ۱۶مه ترسره کړي.
د ولسي جرګې کاري موده یو کال مخکې پای ته رسېدلې؛ خو له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک په خاطر یو کال نوره هم تمدید شوه.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن ویلي وو، چې د ملګرو ملتونو دفتر«یوناما» ورسره ژمنه کړې، چې د نوم ثبتونې له ۳۰ میلیونو ډالرو لګښت څخه ۹۰ سلنه نړیواله ټولنه ورکوي.

د ټاکنو د کمېسیون د ویاند په خبره، راتلونکو ټاکنو لپاره له ۲۰۰ میلیونو ډېرو ډالرو ته اړتیا لري، چې راتلونکي ټاکنې پرې ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x