افغانستان

د کابل په برید کې امریکایان هم وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي چې د کابل په وروستي برید کې یو شمېر امریکایانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو دقیقه شمېره یې نه ده په ګوته کړې.

د امریکا د سي بي ایس تلویزون پر خپله ویب پاڼه خبر ورکړی چې دغه معلومات ورته د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي ورکړي او زیاته یې کړه چې تمه لري د شپې په وروستی برخه کې به د یاد وزارت له لوري په رسمي توګه دقیقه شمېره اعلان شي.

نوموړي ویلي چې دوی اوس د وژل شوي او ټپي شویو کسانو کورنیو ته لومړی خبر ورکوي او بیا اعلان کوي چې دا پروسه به یو څه وخت واخلي.

تر اوسه اوکراین د شپږو اتباعو، وینزویلا دوه او قزاقستان د یوه تن وژنه تایید کړې خو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په ۲۲ تنو وژل شویو کې يې ۱۴ بهرنیان دي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو شاوخوا شپږو بریدګرو په کابل کې تر ټولو مهم هوټل انټرکانټیننټل باندي د شنبې په ماښام برید وکړ چې تر یکشنبې ماپښینه یې دوام وکړ او په ترڅ کې د رسمي شمېرو له مخې ۲۲ تنه ووژل شول چې ۱۴ یې بهرنیان دي، خو ازادي سرچینې د وژل شویو کسانو شمېره زیاته یادوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x