نظــر

خطا نه درومي ګذار د طالبانو

زخمي افغان

رحمان بابا د خپلې زمانې د درویشانو په اړه مشهور شعر ویلی چې په یوه کړۍ کې یې راځي:

چې په چا یې د غضب لینده کړه کښه

خطا نه درومي ګذار د  درویشانو

زموږ په زمانه کې هغسې واقعي درویشان او صوفیان  نشته، کوم چې رحمان بابا یې صفات بیان کړي، اما طالبان چې د دیندارۍ دعوه کوي، تر یوه حده درویشانو او د خدای د لارې ملنګانو ته ورڅکیدلي دي.

له رحماني درویشانو سره د طالبانو یوه د مشابهت وجه داده چې که یو ځل یې کوم دښمن ته قصد وکړ، نو بیا یي الله تعالی په خپل سوګند کې پاته نه راولي،طالبان چې کله په اشغالګرو برید وکړي نو دا چې رسنۍ او خبریالان ټول د مقابل جهت سره تړلي، هغوی سمدستي دا خبره مشهوره کړي چې په حمله کې پوځي خلکو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی او ټول قربانیان بې ګناه ملکي وګړي دي. مګر له پيښې څو ورځې وروسته کرار کرار دا خبره افشا شي چې په حمله کې د بې ګناهو تر څنګ ګڼ شمیر ګناهګار اشغالګر هم سټ شوي دي.

د دې تکراري واقعیت یوه نغده بیلګه د کانټینټل په هوټل د طالبانو برید دی، په اوله ورځ رسنیو ویل ټول افغانان او بې ګناه ملکي خلک وژل شوي، وروسته افشا شوه چې لږ  تر لږه ۱۴ بهرنیان هم له منځه تللي. خو رسنیو په دې خبره ژبه ټکوله چې ټول د یوکراین او وینزویلا په شان د بې ازاره ملکونو اتباع دي.

نن چې د پيښې دریمه ورځ ده، د پيښې اصلي جریان لږ نور هم رالوڅ شو، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه چارواکي د نوم نه اخیستو په شرط رسنیو ته ویلي چې په دې حمله کې د دوی هم نامعلوم شمیر ( بې ګناه، معصوم، عاجزه، کمینه،بې ازاره) البته اشغالګر کارکوونکي کوفته شوي دي.

رسنۍ وایي نن لږ ناوخته به د امریکا حکومت رسمي اعلان وکړي چې د دوی څومره کسان په دې حمله کې مړه او څو تنه یې ټپیان دي. د دې حقائقو په رابرسیره کیدو سره یو ځل بیا ثابته شوه چې د طالب ګوزار غلط نه دی لیدلی، بلکې خپل هدف یې ویشتلی دی.

د کانټنیټل د حملې عیني شاهدانو ټولو په دې ژبه ټکوله چې د طالبانو اصلي هدف خارجیان وو او که چا به ورته وویل چې افغان یم، په هغه یې کار نه درلود، حتی طالبانو له خلکو پوښتنه کوله چې خارجیان چیرته دي. دا چې ځیني په خټه افغان خو په شکل او کردار خارجیانو ته ځانونه ګناهګار ښکاریدل او له پنځم چت نه یې خیزونه ووهل او ژوبل شول په دې کې نو د طالبانو کومه ګناه. طالبانو خو په واز کومي نعرې وهلې چې خارجیان چیرې دي، له خارجیانو سره مو کار دی.

د امریکايي حکومت تازه اظهاراتو ته په پام سره معلومیږي چې د کانټیننټل د برید په اړه لا هم د کره معلوماتو سر په دریاب کې دی، او خدایزده نور به څومره زموږ په کور راختلي کبرجن اشغالګر په کې کوفته شوي وي، چې رسنۍ یې معلومات له موږ نه پټ ساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرافع مېلمه

ښایسته لیکنه، خو د زخمي زړه آوز ده نو داسي دردیدلي آواز تل ښکلي وی. زخمی آشنا

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x