افغانستان

سیګار: افغان امنیتي ځواکونه پر ماشومانو جنسي تېري کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د څار ادارې«سیګار» په تازه راپور کې ویلي، چې افغان امنیتي ځواکونو د بشري حقونو په سرغړونو کې ښکېل دي او پر ماشومانو یې جنسي تېري کړي دي.

د سیګار په تازه راپور کې راغلي، افغان پوځ او پولیسو له ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۱۶ پورې شاوخوا ۷۵ ځلې له بشري حقونو څخه سرغړونه کړې، چې وژنې، پر ماشومانو جنسي تېري او شکنجې په کې شاملې دي.

سیګار ویلي، له بشري حقونو څخه په سرغړونو کې د نورو ځواکونو په پرتله اربکیان ډېر ښکېل دي؛ خو په نورو امنیتي ادارو کې هم ورته سرغړونې شوي دي.

د راپور په حواله، د امریکا کانګرېس یې په اړوند موضوع خبر کړی دی؛ خو بیا یې هم له هغو ځواکونو سره مرستې روانې ساتلي دي، چې له بشري حقونو په سرغړونو او پر ماشومانو د جنسي تېریو په پېښو کې ښکېل دي.

راپور لیکي، د ۷۵ پېښو څخه یې ۲۲ محرمې دي او ۴۶ داسې پېښې پکې هم دي، چې امنیتي ځواکونو له محکمې پرته بندیان وژلي او شکنجه کړي  یې دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د څار اداره«سیګار» وايي، د امریکا پوځ د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د بشري حقونو په سرغړونو خبر دی؛ خو په دې اړه یې تراوسه هېڅ اقدام نه دی کړی.

په ۲۰۱۵ز کال کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي وو، چې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې پر کوچنیو هلکانو د جنسي تېري ستونزه داسې حالت ته رسېدلې، چې اوس یې اداره کول ناشوني دي.

سیګار د امریکا له کانګرېس څخه غوښتي، چې له افغان امنیتي ځواکونو سره د مرستې په برخه کې دې بیا غور وکړي.

یادې ادارې ویلي، د امنیتي ځواکونو له لوري د بشري حقونو څخه د سرغړونې په خاطر یې له ۳۷ سازمانونو سره خبرې کړي او ټولو ورته تایید کړې ده، چې امنیتي ځواکونه له بشري حقونو څخه سرغړونه کوي.

دوې میاشتې وړاندې د افغان هوايي ځواکونو د سرطبیب یوه ویډیو خپره شوې وه، چې پر یوه ښځه یې جنسي تېری کړی و.
د ملي دفاع وزارت یې په غبرګون کې ویلي وو، چې دوی دا پېښه څېړي او جزییات به یې له رسنیو سره شریک کړي؛ خو د ددو میاشتو په تېرېدو یې بیا هم د نوموړي د محکمه کولو کوم خبر نه دی ورکړی.

په افغان امنیتي ادارو کې داسې کم عمره ماشومان هم شته، چې عمرونه یې له ۱۵کلنۍ نه اوړي او ډېری کم عمره ماشومان د امنیتي ځواکونو قومندانان د خپلې جنسي اشباع لپاره کاروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

This is the result of creation of two parallel governments because of that there is no strong central power government to in force the laws.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x