
په هلمند کې د طالبانو نفوذي ملګري د قوماندان په ګډون څلور اربکیان وژلي
نن ټکی آسیا: د هلمند امنیتي چارواکي وايي، چې نن سهار وختې د دغه ولایت په مارجه ولسوالۍ کې د طالبانو یوه نفوذي وسلوال کس خپل درې ملګري وژلي دي.
طالبانو هم پېښه تایید کړې او وايي، چې د دوی نفوذي کس د وژل شویو اربکیانو له وسلو سره، ځان تر دوی پورې روغ رمټ رسولی.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، چې د دوی نفوذي ملګري نن سهار وختې شپږ بجې د مارجې ولسوالۍ د سیستاني چهارراهی په سېمه کې د اربکیانو په پوسته برید وکړ او د پوستې د قوماندان، حکمت په ګډون یې څلور اربکیان ځای پر ځای ووژل.
نوموړی زیاتوي، چې دغه کس د اربکیانو له وژلو وروسته له ځان سره یوه عراده کرولا موټر ، یوه پېکا، یو راکټ او شپږ مېله کلاشینکوفونه هم له ځان سره دوی ته ور وړي.
د یادونې وړ ده، چې په هلمند کې دا په روانه اونۍ کې د خپل ډول دوهمه پېښه ده. څو ورځې وړاندې په سنګین کې د طالبانو دوو نفوذي عسکرو اته تنه نور عسکر ووژل او له پېښي وروسته ژوندي طالبانو ته ستانه شول.