افغانستان

هرات: په تېرو پنځو میاشتو کې ایران ۲ زره افغانان په زور راشړلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل):  د هرات د کډوالو او بېرته راستنېدونکو اداره وايي، ایران په تېرو پنځو میاشتو کې څه باندې ۲ زره افغان ماشومان په زور له خپلې خاورې راشړلي او دغه لړۍ ورځ تر بلې چټکېږي.

په هرات کې د «انصار» د کډوالو کمپ مشر عین الدین اسلمي په خبره، په راشړل شویو افغانانو کې ډېری هغه ماشومان هم دي، چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو کم دي؛ خو ایران ته د کار کولو لپاره په ناقانونه ډول تللي وو.

اسلمي وايي، ایراني چارواکي له افغانانو سره انساني چلند نه کوي او ټول انساني حقوق یې تر پښو لاندې کړي دي.

د انصار کمپ مشر زیاتوي، یوازې په ۲۰۱۷ کال کې ۴۷۰ افغانان په زور له ایران نه شړل شوي وو او سږکال په روانه میاشت کې دغه شمېره له زرو اوښتې ده.

په هرات کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون غړي وايي، ایراني پولیس له افغانانو سره سم چلند نه کوي، په لاره کې یې وهي، پیسې ترې اخلي او تش جېبونه یې افغان چارواکو ته سپاري.

د دغه کمېسیون د غړیو په خبره، ډېری راشړل شوې افغانان په نشه يي توکو روږدي کړل شوي دي او ځینې سخت ناروغان هم دي.

دوه اوونۍ وړاندې د تخار ځايي خلکو رسنیو ته ویلي وو، چې د دغه ولایت سلګونه ځوانان په ایران کې نیول شوي او له شلو ډېر یې وژل شوي هم دي، چې د خپلوانو جسدونه یې له ایراني چارواکو په پیسو واخیستل؛ څو یې افغانستان ته ولېږدوي او خاورو ته یې وسپاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

یاره دایران مسافر خو هسی هم بیکاره دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x