افغانستان

کورنیو چارو وزارت: تراوسه ۱۹ خصوصي امنیتي کمپنۍ فعاله دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۰۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو وزارت وايي، تراوسه د ډیپلوماټیکو ځایونو امنیت خصوصي امنیتي کمپنۍ ساتي او اوسمهال په ټول هېواد کې ۱۹ خصوصي امنیتي کمپنۍ فعاله دي او د مهمو ځایونو د امنیت ساتلو مسوولیت دغو کمپنیو ته ورکړل شوی دی.

د یاد وزرات ویاند نجیب دانش په خبره، ۵۷ خصوصي امنیتي کمپنۍ یې لغوه کړي؛ خو تراوسه ۱۹ کمپنۍ پاتې دي، چې د ډیپلوماټیکو ځایونو د امنیت ساتلو په موخه فعاله ساتل شوي دي.

د تېرې یکشنبې په شپه طالبانو د انټر کانټینټل پر هوټل برید وکړ، چې د ۱۶ ساعته جګړې وروسته پر دغه هوټل برید هم پای ته ورسېده.

د انټر کانټینټل هوټل د امنیت ساتلو مسوولیت هم د کابل ـ بلخ ځانګړې خصوصي امنیتي کمپنۍ ته سپارل شوی.

نجیب دانش د انټر کانټینټل هوټل د امنیت مسوولیت خصوصي کمپنۍ ته سپارل ستره تېروتنه بولي؛ خو دا چې د دغه هوټل د امنیت ساتلو مسوولیت به له کابل ـ بلخ خصوصي کمپنۍ واخیستل شي؛ څه ونه ویل.

په ۲۰۱۱ز کال کې مخکېني ولسمشر حامد کرزي ځانګړې امنیتي کمپنۍ لغوه کړې او د ډیپلوماټیکو ځایونو مسوولیت یې افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاره؛ خو د ۷ کلونو په تېرېدو تراوسه ۱۹ خصوصي امنیتي کمپنۍ فعاله ساتل شوي دي.

په انټر کانټینټل هوټل برید کې تراوسه د مرګ ژوبلې کره شمېره له رسنیو سره شریکه شوې نه ده او د امنیتي ادارو ویاندویان یې په اړه ضد او نقیض څرګندونې کوي.

تر پرون ناوخته د کورنیو چارو وزارت ویاند د ۳۰ تنو د وژل کېدو ویلي و.

تېره شپه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ومنله، چې په انټر کانټینټل هوټل کې امریکايي اتباعو ته مرګ ژوبله اوښتې ده؛ خو دوی هم د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېره پټه ساتلې ده.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت له خپلو اتباعو غوښتي، چې کابل پرېږدي او خپل هېواد ته راوګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقبال

اوکراین خلک ډير ډارن خلک دی ، خو د کانتیننتل حیرانوکی بيشی او تلفاتو امرکیا او ناتو هم دارولی دا چه اوکراین ورته میدان پریږدی ویره به یی څو ځلی زیاته شی زه د اوکراین ډارنو ته وایم چه څوک ملګری ځانله نه پریږدی یو چه وتښتی د ګډو په شان هغه نور هم د لمړی ګډی لیار تعقیبوی ، لږ صبر وکړی امریکا به خیر څو بیلونه یا میلونه ډالر نور درکړی د امریکا په تریلونو ډالر په اوبو مه لاهو کوی ، اوکراین د پرونی بیغیرته شوروی اتحاد یو جمهوریت وو ، خپلواکی افغان مجاهدینو ورته ډالی کړه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x