افغانستان

نور: د و لسمشريزو ټاکنو وروستۍ پايلې وځنډيدې

نن ټکی اسيا: د انتخاباتو خپلواک کميسون وياند نور محمد نور وايي، چې تر اوسه د ټاکنيزو شکايتونو د کميسون لخوا دوی ته د شکايتونو پايلې نه دي راسيدلي، چې له امله یې د ولسمشريزو ټاکنو پايلې وځنډيدې.

نور نن چهار شنبه ماسپښين دوه بجې کابل کې خبريالانو سره په خپلو خبرو کې و ويل، چې دوی پرون سه شنبه د شپې لسو بجو پورې د ټاکنيزو شکايتونو د نتيجو راليږلو ته په تمه و، خو تر دې دمه دغه کميسون د شکايتونو پايلې د ټاکنو خپلواک کميسون ته نه دي رالېږلي.
نور د شکايتونو له کميسونه غوښتنه وکړه، چې بايد ژر تر ژره د شکايتونو پايلې د انتخاباتو کميسون ته ور ولېږي.

بل پلو د ټاکنيزو شکايتو د کميسون وياند نادر محسني وايي، چې د شکايتونو د ډېروالي له امله دوی ونشو کړای، چې پر ټاکلي وخت د شکايتونو پايلې د ټاکنو کميسون ته وليږي.

ښاغلي محسني زياته کړه، چې دوی تر خپله وسه کوښښ کوي، چې د ټاکنيزو شکايتونو په اړه بې پرې او عادلانه فيصله وکړي، چې دا کار به يو څه وخت نور هم ونيسي.

نور محمد نور وايي، چې د ټاکنيزو شکايتونو پايلې، د رارسيدلو وروسته به هم يو څه وخت ونيسي، تر څو د شکايتونو پايلې دوی په خپله وڅيړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x