افغانستان

د جلال اباد په پېښه کې تراوسه ۱۵ تنه ټپیان شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۰۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): نن سهار نهه بجې د جلال اباد ښار درېیمې ناحیې اړوند سیمه کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو  د ساتنې پر دفتر برید وشو، چې تراوسه ډزې روانې دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وايي، د پېښې له ځایه ۱۵ تنه ټپیان وروړل شوي، چې نهه تنه یې سرسري ټپیان وو او له درملنې وروسته رخصت شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي ویلي، چې سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي دي؛ خو د نښتې د پای ته رسېدو په اړه یې څه نه دي ویلي.

د ننني برید مسوولیت تراوسه چا نه دی منلی.

د نورو جزییاتو له پاره نن ټکی اسیا وڅارئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x