افغانستان

طالبانو د جلال اباد په ننني برید کې لاس لرل رد کړل

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۰۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د جلال اباد په ننني برید کې د دوی لاس لرل رد کړل.«په جلال آبادښار کې ننني بریدونه د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې اړه نه لري.»

نن سهار لس باندې نهه بجې د جلال اباد ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې وسله والو بریدګرو د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې« Save the Children» پر دفتر برید وکړ، چې ۱۵ تنه یې ټپیان کړل.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وايي، د پېښې له ځایه ۱۵ ټپیان وروړل شوي، چې ۹ تنه یې سرسري ټپیان وو او له درملنې وروسته رخصت شوي او پاتې یې په روغتون کې بستر شوي دي.

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، برید پای ته رسېدلی او ټول بریدګر وژل شوي دي.

تراوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x