fbpx

د انټرکانټیننټل په برید کې د امریکايي اتباعو د وژل کیدو انکشاف

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله: د کورنیو چارو وزارت ویاند په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې د تیرې یکشنبې په شپه د انټرکانټیننټل په خونړي برید کې د ۷ تنو اوکرانيي اتباعو په شمول ۱۴ تنه بهرنیان وژل شوي دي .

د وژل شویو بهرنیانو په جمله کې تر اوسه اوکراین هیواد د خپلو اوو تنواتباعو، وینزویلا دوو او قزاقستان د یوه قزاقي تبعه وژنه تایید کړې، خو د برید د تفصیلي تلفاتو او په هغه کې د ټولو وژل شویو بهرنیانو د هویت په اړه لا خبره ګونګه پاتې ده.

که څه هم چې دولتي ویاندویان په یاد برید کې یا دوژل شویو بهرنیانو په اړه معلومات خپرول نه غواړي او یا هم د هغوي د نشرولو اجازه نه لري خو خپله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي چې د کابل په وروستي برید کې یو شمېر امریکایانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره یې تر دې دمه نده معلومه .

د امریکا سي بي ایس تلویزون پر خپلې ویب پاڼې خپاره کړې خبر کې ویلي چې دغه معلومات ورته د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي ورکړي او ویلې یې دي چې په وروسته کې به د یاد وزارت له لوري په رسمي توګه د کابل په برید کې د امریکايي اتباعو د مرګ ژوبلې دقیقه شمېره اعلان شي.

له دریو ورځو تیریدو وروسته د انټرکانټیننټل د برید د تفصیلي معلوماتو مبهم والی او له اوو تنو اوکرانیانو پرته د اوو تنو نورو وژل شویو بهرنیانو د هویت له مبهم والي څخه معلومیږي چې ممکن په برید کې هم د بهرنیانو تلفات زیات وي او هم یې په قربانیانوکې امریکایان او ناټوغړیو هیوادونو اتباع شامل وي.

ځکه د نړۍ په نورو هیوادونو کې تر دې ډیر خونړي او سخت بریدونه رامنځته شوي مګرهلته د برید په هماغو لومړیو کې د متبوعو هیوادونو د امنیتي چارواکو لخوا رسنیوته د برید د تلفاتو او په هغه کې د مرګ ژوبلې په اړه تفصیلي معلومات ورکول شوي ، حتی چې په نیویارک کې پر نړیوال سوداګریز مرکز باندې د برید د بشري تلفاتو اعلانولو هم دری ورځې نه دې اخیستی چې هلته د برید په نتیجه کې د یاد مرکز ۱۱۳ منزله دوې دنګې ودانۍ کاملا تخریب او سوځول شوې وي.

خو د کابل د انټرکانټیننټل په برید کې لا تر دریمې ورځې پوري د برید د تلفاتو په تیره د بهرنیو اتباعو د وژل کیدو په اړه معلومات نیمګړي دي او حتی د رسنیو په خبره چې دولتي ویاندویان د وژل شویو بهرنیانو په اړه له معلوماتو ورکولو څخه د ډه کوي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د