افغانستان

پاکستان: د امریکا فشار مو نه پخوا منلی او نه يې اوس منو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۰۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف يو ځل بیا د امریکا غوښتنې او فشارونه رد کړي او وايي، چې نه يې پخوا د امريکا فشار ته سر ټيټ کړی او نه به يې اوس ټيټ کړي.

په نړيوال اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره سويټزرلينډ ته د رسېدو پر مهال خواجه اصف د رسنيو استازو ته په خبرو کې وويل، چې د هند لومړی وزير نريندرا مودي د نړۍ په هر فورم د پاکستان پر ضد څرګندونې کوي او موږ يې په هر ډګر کې ځواب ویلی دی.

پر پاکستان د امریکا د فشارونو په اړه خواجه اصف وويل، چې «موږ د خپلې دفاع بشپړ حق لرو، په ۱۹۹۸م کال کې مو هم د اټومي تجربې پر مهال د امریکا فشار ته غاړه نه وه ايښې او نه به يې اوس ورته کېږدو.»

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير دا هم ويلي، چې هېواد يې خپله اټومي پاليسي د امریکا په مشوره نه ده جوړه کړې او نه يې د امریکا په وينا په کې ترميم کړی دی.

د روان کال له پيله د امریکا او پاکستان اړيکې خړې دي، امریکا پر پاکستان تور پورې کوي، چې د طالبانو ملاتړ کوي، خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او نورو چارواکو پاکستان د «ترهګرو» په ملاتړ تورن کړی او وايي، چې په تېرو شپاړسو کلونو کې پاکستان له امریکا سره په اخلاص ملګرتيا نه ده کړې خو پاکستاني چارواکي امریکا په دوه مخۍ تورنوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف، دفاع وزير خرم دستګير او نورو چارواکو ويلي، چې امریکا په افغانستان کې د خپلې ماتې پړه پر پاکستان اچول غواړي او دا کار د منلو وړ نه دی.

پاکستان دا هم وايي، چې امریکا په سيمه کې د هند ملاتړ کوي او تل يې د پاکستان په مقابل کې د هند د برلاسه کولو هڅې کړي، چې دا کار پاکستان ته د منلو او زغملو وړ نه دی.

په امریکا کې د پاکستان سفير هم ويلي، چې د طالبانو هېڅ مشر په پاکستان کې نشته او نه هم پاکستان په افغانستان کې د امریکا د ماتې مسؤوليت پر غاړه لري.

Top of For

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x