افغانستان

په هلمند کې جنګیدلي انګریز بریدمن ځان غرغره کړ

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۰۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل) د برتانیې چاپ the sun ورځپاڼه راپور ورکوي چې د نټن هانت په نوم هغه انګریز بریدمن ځان غرغره کړی او وژلی دی چې څو کاله یې د افغانستان په هلمند کې د برتانوي عسکرو د یوه ډلې مشري کړې وه.

ورځپاڼې لیکلي ځانوژونکی بریدمن ۳۹ کلن و او د خپل پلار همدا یو اولاد و، نوموړی چې څوکاله یې په هلمند کې د طالبانو په وړاندې جګړو کې برخه اخیستې وه، د جګړې سخت وضعیت یې اعصاب ګډوډ کړي او په وروستیو کې تر لیونتوبه رسیدلی و.

د خبر له مخې څو کاله وړاندې هغه مهال کله چې د برتانیا د شاهي خاندان غړي شهزاده هري د افغانستان هلمند ته سفر کړی و او په جګړه کې یې سبمولیک ګډون درلود، بریدمن نټن هانټ هم ورسره ملګری و. د نوموړي جسد په داسې حال کې په خپل کور کې موندل شوی چې ځان یي راځوړند کړی او ژوند ته یې د پای ټکی ایښی.

د افغانستان جګړه چې د امریکایانو لپاره تر ټولو اوږده جګړه بلل شوې، نورو ګډونکو هیوادونو ته هم په زاولن زخم اوښتې، چې د ځاني او مالي مرګ ژوبلو سربیره یې ګڼ شمیر ګډونکوونکي عسکر په جګړه کې په رواني ناروغیو هم مبتلا شوي چې ځینې ځانونه وژني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x