افغانستان

تازه خبر: ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې

نن ټکی آسیا: د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر ډاکتر یوسف نورستاني ومنله، چې دوهم پړاو ته د ټاکنو تګ حتمي دی او د ټاکنو وروستۍ پایلې به سبا اعلان شي.

نوموړي ویلي، چې د دوهم پړاو ټاکنې به د جون د میاشتې په ۱۴ نېټه ترسره شي.

ښاغلي نورستاني بي بي سي ته په یوې ځانګړې مرکه کې همداراز ویلی، د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې سبا د غوايي ۲۵ شاوخوا یوولس بجې اعلانېږي.

همدارنګه د ټاکنو خپلواک کمیسیون په یوه جلا خبرپاڼه کې هم منلې،چې پایلې به سبا په ځايي وخت یوولس بجې اعلان شي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویاند وايي، د دوی د ارزونو پایلې یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته نن وسپارلې.

که څه هم د ټاکنو پایلې به سبا له رسنیو او خلکو سره شریکې شي؛ خو د ټاکنو کمیسیون مخکې له مخکې د دوهم پړاو ټاکنو  په اړه د بشپړ چمتووالي خبر ورکړی.

باید وویل شي، چې د دوهم پړاو ټاکنې به د مخکښو کاندیدانو عبدالله عبدالله او ډاکتر اشرف غني احمدزي ترمنځ سرته رسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x