افغانستان

افغان پوځ شپږ کاله کې هر کال ۱۰۰۰ بشر ضد عملونه کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۴، سلواغې، ۱۳۹۶ل): امریکايي چارواکي وايي، په تېرو شپږو کلونو کې هر کال افغان پوځ په لیکو کې ۱۰۰۰ د بشري حقونو د نقض پېښې ثبت شوې دي.

نیويارک ټایمز د امریکایي چارواکو په حواله وايي چې افغان پوځ له ۲۰۱۰ ميلادي کال نه تر ۲۰۱۶ میلادي کال پورې ټولټال ۶ زره بشر ضد کړنې کړې دي.

د امریکا د پوځي قوانینو له مخې هغه پوځي واحدونه چې بشري حقونه نقض کړي، د امریکا مرستې باید په ټپه پرې ودرېږي.

سرچینه زیاتوي چې په دې پېښو کې ګڼې د جنسي تېريو او جنسي ځورونو دي، چې که ثابتې شي نو امریکا پرې د خپل پوځي قانون له مخې مرستې بندولی شي.

افغان چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو وړاندې تر دې د امریکايي مرستو د څار ادارې – سیګار ـ هم راپور ورکړی و، چې افغان پوځيان د دوی په مرستو «بچه بازي» کوي.

سیګار په پوځي لیکو کې د کمر عمره ماشومانو او د پوځي قومندانانو له لوري د هلکانو ساتل د ماشومانو په حق کې تېری بللی او دا يې د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو ژوندی ثبوت ښوودلی و.

یاده دې وي امریکا د افغان پوځ رامنځته کول خپله لویه لاسته راوړنه بولي، خو باوري دي چې په پوځي برخه کې لا هم مشورې، تمویل او روزنې ته اړتیا لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

دروغجن او درغلن وحشیان حافظه کمزوری یا نه لری ، د کابل غلامه ، ناوړه او فاسده اداره د امریکا له خوا په زوره هغه وخت په مظلوم اولس وتپل شوه چه امریکا په مشری ۴۸ وحشی هیوادو سره په ګډه زمونږ اسلامی امارت ونړاوه او دغه وحشیان یی هلته د کرزی دمشری لاندی وټومبل ، امریکا او ناتو بی شمیره وحشت ترسره کړی درجن درجن کورني او حتی کلی د خاورو لاندی کړی چه له مرګه یی هم څوک خبر نه دی د قندهار د یوی کونی ۱۷ بی ګناه غړو وژنه او بیا له وژنی وروسته یی په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x