افغانستان

د ټاکنو کمیسیون: نړیوالو د رایه ورکوونکو د لیست برابرولو لپاره د ۳۰ میلیونه ډالرو ژمنه کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۴، ۱۳۹۶ل): د ټاکنو خپلواک کیمسیون مسوولین وايي چې د راتلونکو ټاکنو لپاره د رایه ورکوونکو د لیست برابرولو لپاره نړیوالو د ۳۰ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.

د دې کمیسیون سرپرستې وسیمې بادغیسي نن د دې کمیسیون د یوه غړي د معرفي په مراسمو کې وویل، چې رایه ورکوونکي به د کاغذي تذکرې له مخې ثبت شي.

بادغیسي وویل، د نړۍ پر پورته ژمنو سربېره باید افغان حکومت هم ۲،۵ میلیونه ډالر ولګوي.

د هغې په خبره د راتلونکو ټاکنو لپاره لومړني تیاري نیول شوي دي او په قول يې د ټاکنو ترسره کول د دې کمیسیون قانوني مکلفیت دی.

هغې نن سید حفیظ الله هاشمي د ټاکنو کمیسیون د نوي غړي په توګه معرفي کړ، چې تېره اوونۍ د اول الرحمن رودوال، عبدالقادر ځاځي او سید حفیظ الله هاشمي له ډلې هاشمي د ارګ له لوري د نوي غړي په توګه معرفي شو.

ګډ حکومت د کار په پيل کې ژمنه کړې وه، چې تر راروانو ټاکنو پورې به برېښنايي تذکرې وېشل شوې او د شفافیت پوره ډاډ به موجود وي.

اجراییه ریاست په څو پرلپسې څرګندونو کې له برېښنايي تذکرو او په ټاکنیزو کمیسیونونو کې له بشپړ بدلون پرته ټاکنې اصلاً نامشروع یادې کړې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x