روغتیا

د پیازو له دغې ګټې به نه یئ خبر؟

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د پیاز خوړل یو شمېر طبیعي ګټې لري، خو د ویښتانو اوږدولو ګټه به یې ډېرو ته عجیبه او په زړه پورې ښکاري.

په عام ډول خو د ویښتانو اوږدولو لپاره یو شمېر طبي او کیمیاوي نسخې شتون لري، خو ددې یوه بله کورنۍ او اسانه نسخه د پیاز استعمال دی، چې کم لګښته هم ده او تکلیفونکې هم نه ده.

کوم مواد چې د ویښتانو اوږدېدلو په وړاندې خنډونه جوړوي د هغې ختمولو لپاره پیاز یوه طبیعي نسخه ده، چې په دې کې داسې مواد موجود دي چې ويښتان له کمزورئ او ماتولو څخه ژغوري.

كيسټر بوټی او تیل

یو دانه پیاز به راواخلئ او له هغې به اوبه وباسئ، یوه کاشوغه شات او یو کاشوغه کیسټر «Castor Oil» تېل کې به یې ګډ کړئ، بیا دغه چمتو شوي اجزا ښه ګډ کړئ، له ګډ کولو وروسته یې د عام تېلو په شان استعمال کړئ، خو پام وي چې د ویښتانو بیخ ته یې ښه پوره اثر ورسیږي، یو ساعت یې پریږدئ او بیا مو سر پر شامپو پریمنځئ، دغه کار د څه وخت لپاره روزانه دوامداره تکرار کړئ ویښته به مو د پخوا په پرتله ډیره او چټکه وده وکړي.

سربېره پر دې پیاز د سر پخه ختمولو کې هم مرسته کوي، ځکه چې په دې کې اکسیډنټ ضد «Anti-Oxidant» مواد شتون لري، چې بېځایه ویښتان له منځه وړي او د سر د وینې جریان ښه کولو کې مرسته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x