افغانستان

قطر دفتر: د روان بحران اساسي حل د ټولو مسوولیت دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د طالبانو سیاسي دفتر وايي، د افغانستان مسئله د شعارونو او سلیقوي برخوردونو پر ځای اساسي او دایمي حل ته اړتیا لري.

له دې دفتره نن ټکی اسیا ته په رسېدلې خبرپاڼه کې د هغو ضد ونقیض راپورونو په اړه وضاحت ورکړل شوی، چې پاکستان ته د طالبانو د سیاسي استازو د سفر په اړه له تېرې اونۍ راهیسې په رسنیو کې خپریږي. څو ورځې وړاندې ځینو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل، چې طالبانو له پاکستاني چارواکو او د ملي محاذ مشر سید حامد ګیلاني سره د سولې اړوند خبرې کړې دي.

یاد دفتر ویلي چې ځینو غړو یې د پاکستاني چارواکو د هیلې پر اساس هغه هېواد ته سفر وکړ او پر ځينو مسائلو يې نظرونه تبادله کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، له پاکستاني مقاماتو سره د لیدلو لپاره يې د جان محمد مدني په مشرۍ پینځه کسیزه پلاوی ولېږه.
په دې پلاوي کې چې «شیخ شهاب الدین دلاور، شیخ سید رسول حلیم، محمد سهیل شاهین او قاري دین محمد حنیف شامل وو» د افغانستان د مسئلې په اړه یې پاکستاني اړخ ته «د اسلامي امارت نظر» څرګند کړی دی.

خبرپاڼه لیکي چې دواړه لوریو د روان وضعیت په اړه د یو بل نظرونه واورېدل، چې «نوموړي هئیت د افغانستان د مسئلې سیاسي حل لپاره د پاکستان په ګډون د چین، قطر او نورو هیوادونو سره د شویو ملاقاتونو لنډیز په افغانستان کې د اسلامي امارت د مشرتابه د غور لپاره هغوی ته ولیږه».

د طالبانو د سیاسي دفتر غړو تر دې وړاندې هم پاکستان، چین، ایران، ناروې، جاپان، فرانسې او نورو هیوادونو ته سفرونه کړي او نړیوالو ته یې خپل دریځ او موقف څرګند کړی دی.

د طالبانو په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د افغانستان د مسئلې واقعي حل غواړي او له همدې کبله هڅه کوي چې «د جګړې ټول عوامل» ختم او ولس د سولې او ثبات په فضا کې ژوند پیل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x