افغانستان

فراه: د امنیتي ځواکونو پر ضد لاریون، په تاوتریخوالي واوښت

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): فراه کې د امنیتي ځواکونو پر ضد لاریون وروسته له هغه په تاوتریخوالي واوښت، چې لاریون کوونکو د ولایت مقام ته د ننوتلو هڅه وکړه.

د بالابلوک ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکو وروسته له هغه د فراه په مرکز کې د امنیتي ځواکونو پر ضد لاریون وکړ، چې لاریون کوونکو دغه ځواکونه د یو ولسي وګړي په وژلو تورن کړل.

دوی چې «مرګ پر قاتلانو، مرګ د امریکا پر غلامانو» شعارونه يې بدرګه کول، د فرا ولایت مقام مخې ته راټول شوي و.

لاریون کوونکي ولایت مقام ته په نږدې کېدو و، چې ډزې پرې پیل شوې، د عیني شاهدانو په قول له یو ساعت راهیسې ډزې روانې دي، چې ځينو سرچينو تر اوسه د اوو تنو د زخمي کېدو خبر ورکړی دی.

دا لاریون داسې مهال ترسره کېږي، چې تازه د امریکايي مرستو د څار ادارې افغان امنیتي ځواکونو د بشري حقونو پر نقض تورن کړي دي.

سیګار وايي، افغان امنیتي ځواکونو په تېرو شپږو کلونو کې شپږ زره بشر ضد کړنې ترسره کړې دي، چې که پرې ثابتې شي، امریکا د پوځي قانون له مخې پرې خپلې مرستې بندولی شي.

تر اوسه د فراه ځايی چارواکو په دې تړاو څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x