کانټنینټل برید: د قربانیانو پاتې شوي سامانونه لوټ شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): پر انټرکانټنینټل برید کې د وژل شویو او تښتېدلو کسانو سامانونه لوټ شوي دي.

دغه بريد چې تېره شنبه ماخستن پیل شو، له شاوخوا پنځلس ساعته وروسته پای ته ورسيد، لومړني هغه کسان چې له برید وروسته هوټل ته ننوتي بهرني او کورني امنیتي ځواکونه و، چې د غلا شک هم پر دوی کېږي.

«يو» تلویزون پخپل راپور کې د یو قرباني د خپلوان له خولې وايي، چې د وژل شوي کس له سامان نه، یو میډال او پنځه شپږ سوه ډالر لوټ شوي دي.

د مسعود محمدي په نوم دغه تن وايي، چې د وژل شوي کس جامې او نور سامان پر ځای پاتې و؛ خو پیسې او میډال ترې چور شوي دي.

سید وحدت شاه ظهوري په نوم په خواله رسنیو کې د سیاسي او علمي لیکنو فعال هم دې موضوع ته اشاره کړې او لیکلي يې دي چې امنيتي ځواکونو ان د مړو جېبونه لوټلي او لاسي ساعتونه او موبایلونه يې چور کړي دي.

چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو خواله رسنیو کې دې چور غبرګونونه راپارولي او امنیتي ځواکونه يې د دې لوټ له امله ملامت بللي دي.

عيني شاهدان وايي چې له برید وروسته د هوټل بشپړ واک امنیتي ځواکونو په لاس کې واخیست، چې د قربانیانو او تښتېدلو کسان سامانونه هم ښايي دول لوټ کړي وي.

هوټل ته له څلورو ورځو وروسته هم رسنیو ته اجازه نه ور کول کېږي، چې د هوټل منځ ته لاړ شي، خو د دې هوټل اوسېدونکو چې وروسته پخپلو سامانونو پسې ورغلي، ځينې تصویرونه اخیستي او رسنیز شوي دي.

دې هوټل ته ډېری شتمن خلک راځي، چې له برید وروسته يې ښايي قیمتي سامانونه د امنیتي ځواکونو په لاس ورغلي وي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د دوو اونیو په اوږدو کې به بشپړ جزییات له ولس سره شریک کړي.