افغانستان

د سپین بولدک پر امنیه قومندانۍ ډله یېز برید پيل شو

نن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي څو شیبې وړاندې په راستولې خبرپاڼه کې وايي، چې همدا نن ماښام د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ او سرداري برید پیل شو.

نوموړی زیاتوي، چې د خیبر عملیاتو په درشل کې د دوی څو تنه سرتېري ملګري چې په سپکو او درنو وسلو سمبال دي،په دې وتوانېدل،چې نن ماښام د سپين بولدک په امنیه قومندانۍ ډله ییز برید وکړي.

ښاغلی احمدي په خپله خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د دوی ملګرو لومړی د قومندانۍ او سرداري پیره داران وویشتل او لس دقیقې وروسته یې خپل موټر ته هم چاودنه ورکړه.

ویل کېږي، چې جګړه اوس هم روانه ده او د موټر په چاودنه کې شاوخوا دیارلس کسان وژل شوي.  

د نورو جزییاتو لپاره له موږ سره اوسئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x