افغانستان

اسد وحيدي: امریکا افغانستان ته د پوځي دهلېز په توګه ګوري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): افغانستان ته د نورو پوځيانو د راتلو په اړه د افغانستان سياسي او پوځي چارواکو اندېښنه ښودلې او زياتوي، چې يو لک پنځوس زره امریکايي پوځيانو دغه جګړه ونه شوه ګټلی، څو زره به يې څنګه وګټي.

وړمه ورځ د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي وو، چې امریکا افغانستان ته د زرو نورو پوځيانو په رالېږلو فکر کوي او دغه پوځيان به د طالبانو پر ضد جګړو کې د دولتي عسکرو ملاتړ وکړي.

خو د سياسي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد اسد وحيدي وايي، چې ګډ حکومت د افغانستان امنيتي او سياسي وضعيت په اړه د پرېکړې هېڅ واک نه لري او امریکا چې هر څه وايي دوی يې په پټو سترګو ورسره مني.

ښاغلي وحيدي د اريانا ټلويزيون په يوه سياسي پروګرام کې د ګډون پر مهال وويل، چې امریکا افغانستان ته د هېواد نه، بلکې د پوځي دهلېز په سترګه ګوري او له دې ځايه د خپلو دښمنانو د ځپلو هڅه کوي.

استاد وحيدي په څرګنده ژبه وويل، چې ۱۵۰زرو امریکايي پوځيانو د افغانستان جګړه ونه ګټله، نه يې د افغان عسکرو روزنه بشپړه کړې او نه يې پرمختللې درنې وسلې ورکړي دي، بلکې لنډه خبره دا ده، چې امريکا په لوی لاس نه غواړي چې افغان ځواکونه وروزي.

د وحيدي په باور د ګډ حکومت چارواکي د امریکا له لوري د هر ګام او پرېکړې هرکلی کوي او که سبا امریکا په کابل ښار کې پر يوه کور بمباري وکړي، دوی به يې هرکلی وکړي.

وحيدي وايي: «د افغانستان حکومت بايد د دولت پر ځای د هرکلي د ټيم په توګه وپېژندل شي.»

استاد وحيدي دا هم وويل، چې حکومت هر کال د لسګونو زرو طالبانو د وژلو ادعا کوي، اوس هم لږ تر لږه دېرش زره طالبان بنديان دي، خو بيا حکومت په وضعيت واکمن نه دی او اوس غواړي، چې د کابل ولايت په ولسواليو کې عمليات پيل کړي.

«امریکا او افغان حکومت طالبان نه شي ماتولی، د شپاړسو کلونو په تېرېدو لا هم مخ پر وړاندې روان دي او دا هېڅ امکان نه لري، چې امریکا دې طالبان مات کړي.»

اسد وحيدي دا هم وايي، چې امریکا پر پاکستان فشار نه شي واردولی او امریکا په لوی لاس د جګړې ختمولو او سولې پر ځای د جګړې غځولو هوډ لري او هېڅکله يې د روغې جوړې لپاره رښتينې هڅې نه دي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x