افغانستان

تخار کې د طالبانو له لوري د «عمري» په نامه ښارګوټي چارې بشپړې شوي دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د تېرې شنبې په ورځ طالبانو د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې د عمري په نامه د یوه ښارګوټي د چارو د بشپړېدو خبر ورکړی و، خو د تخار ځايي چارواکي د دغه ښارګوټي د جوړولو په اړه خاموش وو.

د تخار د امنیې قومندانۍ ویاند سمونیار خلیل اسیر منلې ده، چې طالبانو د درقد ولسوالۍ په شور عرب سیمه کې یو ښارګوټی جوړ کړی او د سیمې ځايي خلکو په کې خپل کاروبار هم پیل کړی دی.

د اسیر په خبره، تراوسه په دغه ښارګوټي کې شل هټۍ جوړې شوي دي او طالبان په پام کې لري، چې د دغو هټیو شمېر زیات کړي.

دی وايي، طالبانو د درقد، خواجه بهاء الدین او ینګي کلا ولسوالیو له ځايي خلکو غوښتي، چې په دغه ښارګوټي کې پانګونه وکړي او د هټیو سربېره د استوګنې کورونه هم ودان کړي.

د درقد ولسوالۍ ځايي خلک هم وايي، چې د طالبانو له لوري د عمري په نامه ښارګوټي ته د خلکو پاملرنه زیاته شوې او د استوګنې د کورونو سربېره په دغه ښارګوټي کې هوټلونه، سرایونه، روغتیايي مرکزونه او ډېرې هټۍ هم پرانیستل شوي دي.

د دوی په خبره، طالبان هڅه کوي چې دغه ښارګوټي ته پراختیا ورکړي او د سیمې د ځايي خلکو ستونزې هوارې کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د عمري ښارګوټی یې د سیمې له اړتیاوو سره سم جوړ کړی او د سیمې خلکو په خپله خوښه پکې پانګونه کړې ده.

د مجاهد په خبره، د عمري ښارګوټی په ۲۰۰ جریبه ځمکه کې جوړ شوی او راتلونکي کې به دغه ښارګوټی ۱۰۰۰ جریبه ځمکې ته ورسوي.

د عمري ښارګوټي د جوړولو چارې د روان کال د تلې په ۱۵ مه پیل شوې وې، چې د تېرې جمعې په ورځ یې چارې بشپړې شوې.

یاده دې وي، د تېرې یکشنبې په ورځ طالبانو د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې یو روغتیايي کلینیک هم ګټې اخیستنې ته سپارلی و او د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې یې د اوبو سربند جوړ کړی و، چې نږدې د ۲۲زره جریبه ځمکې د خړوبولو توان لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)۰

ماشاالله

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x