افغانستان

معتصم آغاجان بېرته ترکیې ته وګرځېد

نن ټکی آسیا: د طالبانو د حکومت پر مهال د ماليې وزیر، معتصم آغاجان یو ځل بیا له کابله ترکیې ته تللی دی. دا ځل یې ملګرو ویلي، چې دی به یو ځل بیا د سولې بهیر پیلوي. ښاغلی معتصم هغه مهال کابو دوې اوونۍ وړاندې کابل ته راغی، چې په دوبۍ کې يې لومړی د ورکېدا او بیا د نیول کېدا خبرونه خپاره شول. ښاغلي معتصم دا خبرې رد کړې او په دوبۍ کې يې خپله ورکېدا د «امنیتي ننګونو» له کبله ګڼلې وه.

طالبانو په ۲۰۱۰م کال کې معتصم رسماً له «اسلامي امارت» څخه وېستلی اعلان کړ او په ډاګه یې کړه، چې معتصم اغاجان نور د دوی استازیتوب نه شي کولای. سره له دې افغان حکومت تل له معتصم اغاجان سره پر خبرو اترو ټینګار کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې له طالبانو سره د سولې خبرو کارپوهان وايي، چې معتصم نور طالب نه دی، ځینې يې ان «حکومتي طالب» بولي او ورسره خبرې بې ګټې او یوازې مطبوعاتي استفاده ګڼي.

معصتم چې کله په ۲۰۱۱م کال د پاکستان کراچۍ ښار کې په نښه او ټپي شو، لومړی د افغان حکومت په مرسته کابل، بیا ترکیې ته ولاړ؛ خو ښاغلی معتص له ترکیې متحده عربي اماراتو ته ولاړ او کابو دوې اوونۍ وړاندې کابل ته راوګرځېد.

اوس چې ښاغلی معتصم یو ځل بیا ترکیې ته تللی، داسې ښکاري چې افغان حکومت لا هم د معتصم اغاجان له رول څخه د ګټې هیله لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x