د زېږون پر مهال د ماشومانو کم وزن د ناروغۍ نښه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): نوې څیړنه ښيي هغه ماشومان چې د زیږون پر وخت له اندازې کم وزن لري د فکر، پوهې او ذهني وړتیا ستونزو سره مخ کیږي چې په منظم ډول فعالیت نه شي ترسره کولی.

دوی زیاته کړې کوم ماشومان چې د ټاکلې مودې نه وړاندې وزیږول شي له دغو ناروغیو سره مخ کیږي، او لامل یې د ماشوم دماغ وده نیمګړې پاتې کېدل ښودل شوې دي.

په طبیعي ډول د زیږدنې پر مهال د ماشوم وزن له ۲.۵ څخه تر ۴ کیلو ګرامه پورې وي، او چې کله وزن له دې کم وي ماشوم له ورته ستونزو سره مخ کیږي.

پر ماشومانو د کم وزن اغیز په اړه څیړونکو د ۱۹۸۶ او ۱۹۸۸ کالو ترمنځ زیږېدلو ماشومانو څیړنه ترسره کړه چې د پیدایښت پر مهال یې وزن تر ټاکلې اندازې کم و.

څیړونکو د مقناطیسي سکین په واسطه د ماشومانو ازموینه په لومړي، پنځم، څوارلسم، شلم، دوه ویشتم، او څلورویشتم کالو کې ترسره کړه، په دوی کې هغه ماشومان هم شامل وو چې وزنونه یې طبیعي او برابر وو، او د دوی موخه دا وه چې د کم وزنه او برابر وزنه ماشومانو ترمنځ د ادراک، پوهې، ښه فکر او د خبرو کولو توان توپیر وکړي.

په پایله کې څیړونکې ډلې وموندله چې د زیږون پرمهال کم وزن لرونکي ماشومان د فکر کولو، پوهې، ذهني وړتیا، له چاپیریال سره چلند او په منظم ډول د احساساتو نه لرلو ستونزو سره مخ وو.

دوی زیاته کړه هغه ماشومان چې د مودې بشپړېدو نه وړاندې وزیږول شي له بدني او فزیکي ستونزو او دماغي معلولیت سره مخ کیږي، په ځانګړي ډول هغه ماشومان چې د پیدایښت پرمهال یې وزن له یو نیم کیلو څخه کم وي.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا په نړۍ کې په ۱۵ میلیونه ماشومانو کې په ۱۰و کې یې ۱ ماشو پرته له ټاکلې مودې بشپړیدو پیدا کیږي چې له ورته ناروغیو سره مخ وي.

سرچینه: میډل ایسټ انلاین

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د