نظــر

د انټرکانټيننټل د برید په اړه د حزب اسلامي / حکمتیار تقبیحي اعلامیه

شاهد (غزنیوال)

تیره ورځ مي په شهادت ورځپاڼه کې د ( تقببح حمله وحشيانه دشمنان وطن بر هوتل انتركانتيننتال كابل) تر سرلیک لاندې یوه اعلامیه تر سترګو شوه چې په سر کې یې د شندل شوي حزب اسلامي مونوګرام او په پاي کې یې د ((عبدالجليل يحيي نماينده ح اا در كشور بريتانيا)) جمله لیکل شوې وه.

د اعلامیې له محتوای څخه چې په دري ژبه لیکل شوې دا څرګندیږي چې نماینده ح ا.ا. در کشور برتانیا د انټرکانټيننټل پر برید خواشینی شوی ، د ځان او حزب اسلامي د متعهدینو په استازیتوب یې هغه غندلی او ورپسي یې فرمایلي چې جګړه د حل لاره نه ده.

د یادې اعلامیې او په مجموع کې د حزب اسلامي / حکمتیار د دغه ډول دوه مخیزو مواقفو په اړه څو ټکي د پام وړ دي.

لومړی: پر دې خبره مونږ ښاغلی یحی او د هغه متعهد تنظیمي ملګري نه ملامتوو چې دوی د خپلو یوشمیر سیاسي مجبوریتونو له وجې د انټرکانټيننټل له وژل شویو(!!!) سره خپله خواخوږي اعلاموي او د طالب برید ګرو په لاس د هغوی وژل تقبیحوي.

خو دا چې ښاغلی یحی د حزب ا.ا.ا د متعهدینو په استازیتوب دا خبره کوي نو ښکاري چې نوموړی ظاهرا افغان دی ، او یرغلګرو امریکایانو همدا د کانټيننټل د برید په شپه د کندوز ولایت د چار درې په ولسوالۍ کې د میاګانو، سجاني، زاخیلو ، قریه یتیم ، خرکارو او کچه ګړۍ په نوم مکمل د افغانانو کلي بمبار کړل چې له امله یې په ځاني تلفاتو سربیره په سلګونه کورنه وران ، مسجدونه ړنګ او بیوزله کندوزیان په دې ساړه ژمي کې بي کوره او بي سرپنا شول.

نو دا د ښاغلی یحی څرنګه بشري عاطفه ده چې په کندوز کې د امریکايي اشغالګرو په جنایت او د هغوي په لاس د لسګونو بیوزله افغانانو په بیرحمانه وژنې ځان کوڼ اچوي او د کانټيننټل په برید کې د وژل شویو بهرنیانو په ویر د استرجاع ایتونه وايي، رسمي اعلامیه خبروي او یاد برید په کلکو تورو غندي؟

که خبره د انساني خواخوږي وي خو دواړه بریدونه په یوه شپه تر سره شوي ، په دومره توپیر چې د کندزوز د بریدونو ټول قربانیان بیوزله مسلمان افغانان او د کانټیننټل هغه ډیری نامسلمان او ځیني ورکې محارب امریکایان و.

د اسلامیت او د افغانیت تقاضا خو دا وه چې په یاده اعلامیه کې لومړی په کندوز کې داشغالګرو په لاس رامنځته شوې فاجعه غندل شوې او د مظلومو کندوزي شهیدانو له کورنیو سره خواخوږي ښودل شوې وای .

خو دا چې د اشغالګرو په ټول وحشت او د مظلومو کندوزیانو په مظلومانه شهادت ځان اچول کیږي او په انټرکانټیننټل کې د څو محاربو امریکایانو او د هغوي د ایتلافیانو په وژنه د مستقلې اعلامیې په ترڅ کې ورسره خواخوږي ښودل کیږي دا له انسانیت او انساني عاطفې ورها خوا څه نور داسې ملحوظات دي چې د ح ا.ا. په نویو مواقفو کې ورته ډیر ارجحیت ورکول کیږي.

دوهم داچې یاده اعلامیه که څه هم چې په ښکاره د نماینده حزب اسلامي در کشور برتانیا لخوا صادره شوې خو په شهادت ورځپانې کې د هغې نشرول په حقیقت کې د حزب اسلامي حکمتیار د رسمي موقف نماینده ګي کوي ، ځکه که یواځې د ښاغلی نماینده درکشور برتانیا شخصي نظر وای نو هغه به خپل شخصي ټویټر او یاهم فیسیوک پاڼې باندې نشر کړی وای.

شهادت ورځپاڼه خو د حزب ا.ا. حکمتیار د رسمي اعلامیو او مواقفو د منعکس کولو یواځنی نشراتي ارګان دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقبال

غزنیوال صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی ! د حزب اسلامی نوم هم د ایران ، افغانستان پاکستان او نورو سکولری حکومتو په ځای ځانو ته اسلامی جمهوریت اسلامی جمهوریت د خپلو خلکو د خطا ایستلو د پاره په ځانو ایشی حزب اسلامی د الله ج او مسلمانانو سره له هغه ورځی وروسته خدا حافظی کړی چه د امریکایانو سره یی د سوړ جنګ د غلامی تړون لاسیک کړو له هغه وروسته د حزب اسلامی له (((( اسلامی )))) څخه [[[ سلامی ]]] چوړ یعنی امریکایانو یا دجال ته سلامی له جهاد او اسلامیته ووت (( امریکایانو ته سلامی… نور لوستل »

عبدالرافع مېلمه

ګوتي مو له برکته ډکی شه

pattang

خدای پاک دې هیڅ مسلمان داسې نه شرموي لکه ګلببو چې دین ، غیرت او افغانیت یې ټول خرڅ کړل !!

اجمل ساحل

پوز پري کړي که شرم درلودی دچاړې نوم به یې نه اخیسته ، وایې مړی چې خدای شرموي نو په پتارۍ باندي یې باد اېله شي ، دحزب دغه ډله هم بیخي دمرګ پرغاړه و شرمیده که څه هم ډیرو افغانانو لا په ځوانۍ کې داپیژندلي وه ، الله تعالی به یې نور هم شرموي ، دوی هم لکه دانور تالۍ څټي نه دافغانانوپه مرګ د وېرکولو اجازه لري اونه هم دومره جذبه

عابد

تاسو بې شرمو او پردي پالو ته یوازې د اېران، روس او پاکستان سرسپارلې غلامي پاتې ده. دنده مو یوازې مسلمانان شهیدانول دي. د دین او ایمان په نامه څه نه پېژنئ یوازې ### مو مسلک دي.
هر څومره چې و ارېږئ نور مو پروژه د خپل بادار لخوا په ختمېدو ده.

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x