شعـــــرونه

د عبدالاحد حماد یو تازه غزل

 

چي لا نه شولې را خپله درنه لاړم

ستا یې خپله، زما یې خپله درنه لاړم

تور ماښام را نه په تور څادر کي پټ کړې

اې زما د مالت ګله! درنه لاړم

خدای مي نه یې چي بې تا به یې شل نه کړم

دا ګمان مه کړه هیڅ کله درنه لاړم

زه په ګل باندي مین بلبل مزاج یم

نه ګلاب یم، نه سنځله درنه لاړم

چي زما سایه دي ټکنده غرمه کړه

اوس که وسوځې سل ځله درنه لاړم

چي مي څانګي د تهمت په کاڼو ولې

تکه شنه شې لکه وله درنه لاړم

د بوډا خلیل بابا خړي جونګړي!

مجبوري ده حق را پله درنه لاړم

د لونګ په قدر خدای نه یې پوه کړی

د عصري جانان اوربله! درنه لاړم

د اه غشي مي په تلو- تلو کي ویله

د «حماد» زخمي کوګله! درنه لاړم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x