fbpx

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (٨٥برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

ښاغلی ډاکتر ګسټاو ول دنبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم خپلو پلویانو ته یوه روښانه بېلګه وه، د ده کړه وړه او اخلاق صفا او بې داغه وو، دده خوراک او ورځنی ژوند ډېر ساده ؤ، دا چې دده تواضع ډېره وه؛ نو له خپلو پلویانو څخه یې نه غوښتل چې ده ته تشریفات ولري، ده خپل غلام ته هم د کار کولو نه ویل، ده تل په ډېره خواخوږۍ سره د ناروغانو پوښتنه کوله، دده ټول کړه وړه د هرې ټولنې لپاره د پرمختګ سبب وګرځېدل.

که زه دا پوښتنه وکړم: (چې آیا د محمد صلی الله علیه وسلم په شان به بل څوک پیدا شي؟ نه هیڅ کله نه.)

پروفيسر ايډمنډبرک ددنبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ښکلی قانون د ټول انسانیت لپاره د ویاړ تاج دی، دا قانون د عقل په دایره کې دی، دا قانون د بشریت په ټول تاریخ کې نشته، د ده په شان تشریعي فلسفه په یوه قانون کې هم شتون نه لري.

پروفیسر اي مارشال جانسن د اسلام په هکله وايي:

پروفیسر مارشال له قرآن او ساینس سره لېوالتیا درلوده، په ۱۹۸۲ میلادي کال کې په سعودي میډیکل کانفرنس (Saudi Medical Conference) کې چې کله د کانفرنس غړو ده ته وویل چې تاسې په قرآن کریم او احادیثو کې ساینسي حقایق رابرسیره کړئ، دی حیران شو او دا یې رد کړه چې په قرآن او احادیثو کې ساینس شته، خو کله چې آیاتونه او احادیث ورته وښودل شول؛ نو حیران شو او هرڅه یې ومنل، له شیخ زنداني سره تربحث وروسته یې وویل:

قرآن کریم نه یواځې د انسان د ظاهري جوړښت تشریح کړیده؛ بلکې پر داخلي مرحلو یې هم پوره رڼا اچولې ده، چې دا حقیقت دی او دا هغه څه دي چې اوس ساینس ورباندې پوه شو، حضرت محمدصلی الله علیه وسلم ضرور دا معلومات له یو ځایه را اخیستي دي، زه دیوه ساینس پوه په توګه درته ویلای شم چې داسې معلومات بې له الهي سرچېنې ناشوني دي.

نور بيا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د