نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): امریکايي ځواکونه، چې د افغانستان د شپاړس کلنې جګړې په موده کې یې د موربم تر کچې بمونه غورځولي، په دې هیواد کې د لا زیاتو هوايي بریدونو او بمباریو خبر ورکوي.
په افغانستان کې د ناټو هوايي ځواکونو قومندان (جنرال جیمز هیکر) وايي چې امریکايي او افغان هوايي ځواکونه به په افغانستان کې د بمباریو کچه نوره هم پراخوي او طالبانو ته به خپل پوره زور وروښيي.
نوموړي جنرال تېره ورځ د کندهار په هوايي ډګر کې د خپلې وینا پر مهال، امریکايي او افغان سرتیري دواړه د همسنګرو دوستانو په ردیف کې یاد کړل او زیاته یې کړه: «امریکايي او افغان هوايي ځواکونو تر اوسه خپل پوره زور طالبانو ته نه دی ورښکاره کړی».
امریکايان وايي چې تازه یې افغانستان ته د جګړې لپاره A-10 ډوله الوتکې رالیږدولي دي. دا هغه الوتکې دي چې د سوریې او عراق په جنګونو کې یې د امریکا په ګټه بمباري کړې، او امریکایان یې له درنو تلفاتو څخه خوښ او راضي دي، نو ځکه یې په افغانستان هم ولورولې.
د دغو الوتکو په کمالاتو کې ویل کیږي چې تر ۹۰۰ کیلوګرامه زیات درانه بمونه غورځولی شي.
امریکايي جنرال جیمز هیکر، په افغانستان کې جګړې ته د افغان عسکرو د تشویق په لړ کې وویل: «د نویو جنګي تجهیزاتو په رارسیدو او د افغان ځواکونو د جنګي وړتیا په لوړېدو سره به، په افغانستان کې هوايي بریدونه او بمباري دومره شدت ومومي چې د طالبانو سترګې به له ډیرې وېرې په اسمان ګنډلې وي».
یاد امریکايي جنرال په خوښۍ سره زیاته کړه چې په تېر ۲۰۱۷ کال کې يې ۴۰۰۰ بمونه د افغانستان په خاوره غورځولي دي.
امریکايي جنرال دا ونه ویل چې څومره نور اضافي وخت او بمونو ته اړتیا ده چې د افغانستان په خاوره وغورځول شي او طالبان ختم کړي، خو د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني تېره اونۍ له یو امریکايي تلویزون سره په مرکه کې ویلي و چې «تر نسلونو نسلونو پورې» د جګړې حوصله لري.
امریکایانو په تېرو شپاړس کلونو کې په هوايي بریدونو او بمباریو کې له سلهاوو زرو افغانانو ژوند اخیستی. د واټسن امریکايي انسټیټوټ د څیړنې پر اساس، امریکایانو یوازې په لومړنیو څوارلس کلونو کې تر ۱۵۰زره (یو نیم لک) زیات افغانان وژلي او تر دې زیات یې ټپیان کړي دي.