د نن سرلیکنه

د ټاکنو پایلې ولي بیا وځنډول شوې؟- سرمقاله

نن ټکی آسیا-سرمقاله: په پام کې وه چې پرون د غوايي د میاشتې په ۲۴ مه نیټه به د ولسمشریزو ټاکنو نهايي پایلې اعلانیږي ، خو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور په يوه خبري غونډه کې وويل، چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د خپلې کړې ژمنې خلاف، د ټاکنو کمېسيون ته خپلې پرېکړې نه دې لېږلې چې له امله یې د ټاکنو د نهايي پایلو اعلان له خپل معین وخت څخه و ځنډول شو.

له خپل ټاکلي وخت څخه دټاکنو د پایلو د بیا بیا ځنډولو په اړه ډیری شنونکي په دې نظر دي چې دهغو دځنډ لامل داچول شویو رأیو په اړه د شکایتونو موضوع نه،بلکې د بهرنیو سفارتکارانو په منځګړیتوب د انتخاباتي کاندیدانو ترمنځ د جوړجاړي اوسازشي معاملو پرسر چنې وهل دي.

خپله ډاکټر عبدالله هم دامني چې له امریکایي ډپلوماټانو سره یې د انتخاباتو په اړه خبرې کړې خو د دغو خبرو په ترڅ کې له سازشي معاملې څخه انکار کوي.

ډاکټر عبدالله پرون په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې په وار وار یې له بهرنیو ډپلوماتانو سره خبرې کړې خو هیڅکله یې په دغو خبروکې د کومې سیاسي معاملې موضوع نه ده ورسره مطرح کړې.

د ډاکټر عبد الله ترڅنګ د اشرف غنی احمدزي د انتخاباتي ټیم غړي هم په دې خبرې اعتراف کوي چې له بهرنیو سفیرانو او ډپلوماتو سره خبرې شوې خو د هغو تمرکز یواځې د انتخاباتو پر احتمالي دویم پړاو او امنیت متمرکز وه.

د ولسمشریزو ټاکنو د غه دوه مخکښ کاندیدان په داسې حال کې له امریکايي چارواکو سره په خبرو کې د سیاسي جوړ جاړیو او معاملو خبر رد وي، چې د د وي دواړو ترانكاري څرګندونو مخکې یوه امریکايي ډپلوماټ ویلي وه ، چې له دوو مخکښو کاندیدانو سره يې دهغوی ترمنځ د یوې سیاسي موافقې پرسر خبري جریان لري.

په کابل کې د انتخاباتي غورځو پرځو جنجالي موضوع ته په کتلو سره هرڅوک اوس په دې پوهیږي چې د امریکایانو له مداخلې او په دغه پروسه باندې دهغوی له مستقیم تحکم پرته ناشونې ده چې د انتخاباتي نوماندان دې په خپلو منځو کې یو ه سیاسي توافق ته ورسیږي .

او که په فرض محال هغوی په خپل منځ کې یوه سیاسي توافق ته وهم رسیږي تر هغه له مخه به امریکايي توافق ورته ضروري او حتمي وي ؛ ځکه که د دغه سیاسي توافق په نتیجه کې یو ایتلافي حکومت منځته راځي هغه به خامخا په اقتصادي ، پوځي او سیاسي لحاظ امریکايي مرستو ته اړ وي چې د امریکانو د عدم موافقت په صورت کې له دغو مرستو څخه نشي برخمن کیدلای.

په هرصورت ! د ټاکنو پایلې که سبا اعلانیږي او که بله ورځ ، که د سازشونو او معاملو له مخې د ترسره شويو ټاکنو د پایلو په نتیجه کې راتلونکی حکومت جوړیږي او که د دوهم پړاو ټاکنو دپایلو له مخي ، بیابه هم امریکايي مداخله ، د هغوي مستقيم دستورات او د هغوی مصالح د راتلونکی ولسشمر له کاري اولیتونو څخه وي، نه د هغو افغانانو مصالح كومو چې د سرونو په بیه یې خپلې رایې د ټاکنو په صندقونوکې واچولې.

د نن ټکي آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x