ورزش

کرېکټ: افغانستان ۱۹کلن ځوانان د نیوزېلنډ خلاف لومړی توپوهنه کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو نړیوال جام په کواټرفاینل کې نن له نیوزېلنډ سره مخامخ کیږي.

د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او د لومړۍ توپوهنې پریکړه یې وکړه.

افغانستان په نړیوال جام کې تر دې دمه دوې لوبې ګټلي او یوه یې د آیرلینډ خلاف بایللې ده.

په نننۍ لوبه کې رحمان الله، اکرام علي خیل، بهیرشاه، نثار وحدت، دریش رسولي، عظمت الله، قیس احمد، نوین الحق، ظاهر خان، مجیب ځدران او ابراهیم ځدران د افغانستان له لوري لوبیږي.

لوبه په ژوندۍ بڼه د تلویزون له لارې خپریږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x