افغانستان

سیف ده چلډرن موسسې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل):د ملګرو ملتونو د ماشومانو ساتنې موسسې« Save The Children» خپل ټول فعالیتونه په افغانستان کې د یوې مودې لپاره په ټپه ودرول.

تېره ورځ د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د داعش وسله والو د دغې موسسې پر دفتر برید وکړ، چې د ۷ ساعته جګړې وروسته دغه نښته هم پای ته ورسېده.

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، چې په پروني برید کې د دغه دفتر دوه کارکوونکي، یو ساتونکی، یو ملکي وګړی او کومانډويي عسکر وژل شوي او د ۶ عسکرو په ګډون ۲۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دوی په خبره، د ماشومانو ساتنې موسسې له دفتر ۴۷ تنه ژوندي ژغورل شوي دي.

د ماشومانو ساتنې موسسې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د لنډې مودې لپاره خپل فعالیتونه په ټول افغانستان کې بندوي؛ خو د بیا پیل په اړه یې څه نه دي ویلي.

تېره ورځ سهار نهه بجې څلورو وسله والو بریدګرو په جلال اباد کې د ماشومانې ساتنې موسسې پر دفتر برید وکړ، چې ماښام بجې دغه برید پای ته ورسېده.
طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x