افغانستان

د سپین بولدک د ډله یېز برید وروستي جزییات

نن ټکی آسیا: د کندهار د امنیتي چارواکو له وینا سره سم، هغه ډله یېز برید چې نن ماښام طالبانو د سپين بولدک په امنیه قومندانۍ ترسره کړ، له مقاومت وروسته پای ته ورسېد.
چارواکي وايي په برید کې پنځو تنو وسلوالو طالبانو برخه لرله، چې په پایله کې يې لږ تر لږه څلور سرحدي پولیس وژل شوي او څه کم لس نور ژوبل شول.

بل خوا د طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي: «نن ماښام د کندهار ولایت د بولدک ولسوالۍ  بازار  ته د(خیبر) عملیاتو په لړ کي داسلامي امارت څوتنه قهرمان مجاهدین چي په سپکو اودرنو وسلو سامبال ول  په ډیر عالي مورال قومانداني او سرداري ته ننوتل  لومړی یې  پیره داران وویشتل  او ورسره سم یې پر دښمن بریدونه پیل کړل چي کله له دباندې نه نور عسکر وعمومي در وازې ته را غونډ شول نو یې ورباندي  موټر بم ته  انفجار ور کړ چي دالته هم ډیری مزدور عسکر پکي مړه او ژوبل شول.»

چې دغه برید د دوی د څلورتنو سرتېرو ملګرو له لورې، چې د کندهار اوسېدونکي ول، ترسره شو.

نوموړی وايي، چې برید کابو درې ساعته دوام وکړ او له سخت مقاومت وروسته پای ته ورسېد.

د طالبانو د ویاند په وینا، په برید کې دقومانداني دمعاون نثار پهلوان او د کنډک د قوماندان تور جان په شمول  تر څلوېښت زیات عسکر ووژل شول او ګڼ نور ټپیان دي.

د یادونې وړ ده ، چې نن -چهارشنبه- د طالبانو له لورې د خیبر په نامه د پيل شویو عملیاتو درېیمه ورځ هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې د خونړیو پېښو، چاودنو او بریدونو شاهده وه.

طالبانو ویلي وو، چې یوازې د عملیاتو پر لومړۍ ورځ يې ۲۳۷ بېلابېل بریدونه ترسره کړل او د نورو ورته بریدونو تکل هم لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x