
۱۹ کلنو جام: افغانستان نولس کلنه لوبډله نیمه پایلوبې ته ورسیده
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ۱۹ کلنو لوبډلو ۲۰۱۸ نړیوال جام په دریېمه کواټر فاینل سیالۍ کې افغانستان ۱۹ کلنې د نیوزېلنډ ۱۹ کلنې لوبډلې ته په ۲۰۲ منډو ستره ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته ورسیدله.
د لوبې په پېل کې پچه افغانستان وګټله او لومړۍ یې د توپوهنې پریکړه وکړه چې ښه ثابته شوه.
افغانستان د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۰۹ منډې جوړي کړې او لوبغاړو یې له پېله ښه لوبه ترسره کړه، رحمان الله ګوربز د ۳ شپږیزو او ۷ څلوریزو په مرسته ۶۹، ابراهیم ځدراڼ ۶۸، بهیر شاه ۶۷ (ناسوځېدلی) او عظمت الله عمرزي په پای کې چټکه توپوهنه ترسره کړه او یوازې په ۲۳ توپونو یې د ۷ اسمان څکو شپږیزو او ۳ څلوریزو په مټ ۶۶ چټکې منډې جوړې کړې او نیوزېلنډ لپاره یې ستر هدف وټاکه.
د افغانستان لومړی وېکټ په ۱۱۷ وغورځېده، دوهم پر ۱۲۴، دریم پر ۱۷۱، څلورم پر ۱۸۲، پنځم پر ۲۲۶ او شپږم پر ۳۰۵ باندې وغورځېده.
د افغانستان غوره توپ اچونې د نیوزېلنډ لوبډله پرینښوده چې د افغانستان له لورې ټاکل شوی هدف ته ځان ورسوي، ددوی ټول لوبغاړي په ۲۸.۱ اورونو کې پر ۱۰۷ منډو وسوځېدل.
د افغانستان په توپ اچوونکو کې مجیب ځدراڼ او قیس احمد ۴-۴ او نوین الحق یو لوبغاړی وسوځاوه.
د افغانستان لخوا عظمت الله عمرزي په چټکه او مهمه توپوهنه د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
د یادوې وړ ده چې د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې نیوزېلنډ لوبډلې خپل سیالانو ته سترې ماتې ورکړې وې خو د افغانستان لوبډلې تاریخي ماتې ورکړه او د نړیوال جام کوربه لوبډله یې له سیالۍ بهر کړه.
افغانستان به نیمه پایلوبه د استرالیا په وړاندې د راروانې دوشنبې په ورځ د جنوري په ۲۹مه نېټه ترسره کړي، چې له بل اړخه به سبا د جمعې په ورځ د بنګلدیش او هند لوبډلو ترمنځ کوارټر فاینل سیالۍ کیږي چې په ګټنه به یې هره لوبډله په نیمه پایلوبه کې له پاکستان سره مخ کیږي.