افغانستان

سپينې ماڼۍ د ارګ او نور تر منځ د ناندرۍ ژر ختمېدل غوښتي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): سپينې ماڼۍ نن په یوه اعلاميه کې پر ارګ او عطامحمد نور دواړو غږ کړی، چې روانه لانجه دې «ژر تر ژره» ختمه کړي.

پرون چهارشنبه، د ډونالډ ټرمپ له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې جدي الفاظ کارول شوي او قاطع حکم يې کړی دی: «په سوله ییز ډول او ژر تر ژره دې دې واک نوي والي ته ورکړل شي، لانجه دې ختمه شي.»

په اعلاميه کې ټینګار شوی: «د دې مسئلې د حل لپاره هیڅ لوري ته د تاوتریخوالي ځای نشته.»

وړاندې تر دې عطامحمد نور پر نړیوالو غږ کړی و، چې د «بې عدالتیو» پر وړاندې خاموش پاتې دي.

هغه افغانستان ته د امنیت شورا راغلی پلاوی، هم ملامت وباله، چې په وینا يې له یو څو تشریفاتي کسانو سره يې کتلي او بېرته تللی دی.

که څه هم د امریکا د دفاع وزیر د خپلې ستراتېژۍ د اعلان پر مهال وویل، چې د امریکا ډېر تمرکز به له سترو ځواکونو سره پر سیالۍ وي، خو ټرمپ پر ارګ او عطامحمد نور غږ کړی چې خپلې ګټې د افغانستان تر ګټو مقدمې نه کړي.

خبرپاڼه کاږي «هيڅ لوري ته د دې ځای نشته، چې خپلې ګټې د افغانستان پر ګټو مخکې کړي.»

وړاندې تر دې د امریکا دفاع وزیر هم د ارګ او عطامحمد نور پر لانجه تبصره کړې وه، چې دواړو لوریو ترې خپل تعبیرونه درلودل.

که څه هم نور پرلپسې ټینګار کړی، چې تر څو ارګ له جمعیت سره هوکړې ته ونه رسېږي، څوکۍ نه پرېږدي، خو نه ده څرګنده چې د سپينۍ ماڼۍ پر وړاندې به يې غبرګون څه وي.

وړاندې تر دې عطامحمد نور امریکا ملامته کړې وه، چې دوی يې د خپلو ګټو لپاره وجنګول او د «پیپسې د بوتل په څېر يې له استعمال وروسته کثافت دانۍ ته وغورځول.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x