افغانستان

انټرکانټېننټل هوټل کې د ټرمپ د کمپاین غړي په ګډون څلور امریکایان وژل شوي، دوه ټپیان دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په پلازمینه کابل کې د انټرکانټیننټل هوټل په هغه برید کې چې طالبانو یې پړه په غاړه واخیسته، څلور امریکایان هم وژل شوي او دوه تنه یې نور ټپیان شوی دي.

د امریکايي رسنیو د راپور سره سم په وژل شويو امریکايانو کې یو هم د ټاکنو پر مهال د ټرمپ د مشاور ویاند «ګلین سیلیګ» Glenn Selig دی.

نوموړی د ټرمپ د کمپاین مشاور (ریک ګیټس) ویاند وو، او په امریکا کې يې په خپل نامه یوه تبلیغاتي اداره (ملټیمیډیا ایجنسۍ) هم لرله، چې په واسطه یې د ټرمپ په کمپاین کې مهم رول لوبولی وو.

تر اوسه مالومه نه ده چې هغه په دقیقه توګه کابل ته د چا په غوښتنه راغلی وو، خو د نوموړی د تبلیغاتي ادارې ویاند سي ان ان تلویزون ته ویلي چې هغه په کابل کې غوښتل د نوي ولسمشر «اشرف غني» لپاره کمپاین وکړي او د هغه مثبت اړخونه را برسېره کړي، او همداسي د سخت دریځۍ پر وړاندي د افغانستان د حکومت او امریکا پرمختګ د تبلیغاتو له لاري روښانه کړي.

ددې تر مخه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي رسنیو ته منلې وه چې د کابل په هوټل کې یو شمېر امریکایان وژل شوي خو په دقیقه توګه یې شمیر نه وو ښودلی او نه یې هم هویت په ډاګه کړی وو.

تېره شپه د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره رسما د څلورو امریکایانو وژنه تایید کړه او دغه پېښه یې په کلکو ټکو وغندله.

د یادونې وړ ده چې د تیرې شنبې په ماښام طالبانو په کابل کې پر انټر کانټیننټل هوټل برید وکړ چې له امله یې د رسمي شمیرو له مخې ۲۲ کسه ووژل شول چې په هغو کې ۱۴ تنه بهرنیان وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x