fbpx
musafaha

د نورو غم په سلو او خپل په دریو کلماتو کې

د عنوان مطلب او مفهوم د لیکنې په وروستۍ کرښه کې ترلاسه کولی شئ راځئ د یوسف علیه السلام له کیسې نه یو باریک حکمت در سره شریکوو، یوسف علیه السلام وروڼو په ظلم په کوهي کې وغورځاوه، وروسته له را ایستلو غلام شو او بیا په ناروا او ظالمانه توګه د زنا په تهمت سره بندي کړل شو او څو کاله بندي و، د ماشومتوب او ځواني کلونه یې له مور او پلار لیري په سخت حالت کې تیر کړل.

اوس که په موږ او تاسو کې په کوم یوه باندي دومره سختي او ظلمونه تیر شوي وی او په دې بنديخانه کې مو کوم بندي شناخته کړی وی له هغه سره له ښیګڼو کولو وروسته داسي پیښه شوي وی چې هغه له بنده له خلاصیدلو وروسته د پاچا ساقي مقرر کیږي نو دې کس ته به مو څومره په ټینګار سره ویلي و چې ګوره پاچا ته به زما سپارښت کوي چې یو بې ګناه کس په ظلم بندي شوی دی، طبعاً څو ورځې به مو په هغه باندي پوره پوره ټینګار کړی و څو خامخا پاچاته سپارښتنه وکړي.

خو یوسف علیه السلام په هیڅ صورت زموږ په څیر نه و، هغه په خپل سخت حالت او مظلومیت کې ځان هیر کړی و بلکي دخلکو په غم کې و چې هغوی څنګه د شرک او بې دیني له تیارو نه د توحید او پر یوه الله د ایمان رڼا ته را وباسي. د تعجب خبره داده چې دالله له سپیڅلیو پیغمبرانو علیهم الف التحیه والتسلیم سره د خپل مسؤلیت څومره احساس و، یوسف علیه السلام د انسانیت په غم کې خپلې ستونزې او مظلومیتونه شاته غورځولي و .

یوسف علیه السلام ته چې د بنديخانې دوو ملګرو خپل خوبونه بیان کړل او له ده نه یې د تعبیر غوښتنه وکړه، ده موکه غنیمت وبلله، هغوی د خپلو خوبونو تعبیر ته تږي وو، ده یې دا تنده احساس کړه هغوی ته یې وویل چې ستاسو د خوبونو له تعبیر مخکي یوه مهمه خبر درته کوم، او هغه مهمه خبر د (توحید) دعوت و، په دې بندیانو کې د یوه دخوب تعبیر داو چې هغه به له بنده خلاصیږي او له خلاصیدلو وروسته به له پاچا سره ساقي ټاکل کیږي.له دې بندي سره د یوسف علیه السلام دوه کارونه تړلي وو یو داچې دخوب له تعبیر بیانولو مخکي د هغه غم وخوري او له شرک نه یې توحید ته را وبولي او دویم کار داو چې د خپل سپارښت خبره ورته وکړي.د دې دوو کارونو د تفصیل له پاره د سورة یوسف څو ایتونه را اخلو.

کله چې یوسف علیه السلام د دې بندیانو په اړه خبرې پیل کړې چې هغوی توحید ته راوبولي داخبرې یې په شاوخوا سلو کلماتو کې په پوره تفصیل سره بیان کړې دي، چې پیل یې د خپل نبوت په ثابتولو کړی ده، داخبرې په دې ایتونو کې له (قال لا يأتيكما طعام ترزقانه إلا نبأتكما بتأويله قبل أن يأتيكما ذلكما مما علمني ربي) نیولې آن تر (ذلك الدين القيم ولكن أكثر الناس لا يعلمون) پوري بیان شوې دي. د دې ایتونو ټول کلمات سلو ته رسیږي.

خو کله یې چې خلاصیدونکي بندي ته د ځان د سپارښت په اړه خبره کوله چې پاچاته یې وکړي نو په لنډه توګه یې ورته وویل: (اذكرني عند ربك). یعني خپل څښتن (پاچا) ته زما یادونه وکړه، دا خبره یې په دریو کلماتو کې په پای کې په ډیره ساده توګه هغه ته وکړه، او هیڅ ټینګار یې هم ونکړ. که موږ ګومان وکړو چې قرانکریم به یې داخبره لنډه راخیستې وي هغه به خامخا ټینګار کړی وي، دا ګومان ځکه سم نده چې که ده سم ټینګار کړی وی بیا به هغه بندي د ده خبره هیڅکله نه وه هیره کړې خو په دې ایت کې راغلي چې دې بندي د ده خبره هیره کړه، (فانسه الشيطن ذکر ربه فلبس في السجن بضع سنین ) یعني پاچاته د ده د یادولو خبره له هغه نه شیطان هیره کړه او ده په بنديخانه کې څو کلونه تیر کړل.

څو کلونه وروسته چې پاچا هیښوونکی خوب ولید او د مصر د خوبونو د تعبیر ماهرين یې له تعبیرولو عاجزه شوو په هغه وخت کې د یوسف علیه السلام د بنديخانې ملګري ته دی ور په یاد شو، مطلب داشو چې یوسف علیه السلام د ځان په باره کې په هغه باندي ټینګار نه و کړی نو ځکه یې خبره هیره شوې وه، د توحید د بیانولو خبره یې په تفصیل سره په سلو کلماتو کې ورته کړې وه او د خپل اوږده مظلومیت او سخت حالت خبره یې په دریو کلماتو کې کړې وه. انبیاو علیهم السلام د توحید د دعوت او د انسانانانو د نجات له پاره خپل ځانه او خپلې ستونزې په دویمه درجه کې ډیر غیراهم ګرځولي وو . دې ته د مسؤلیت احساس او له انسانیت سره رښتینې خواخوږي ویلی شو چې د نورو غم په سلو او خپل په دریو کلماتو کې بیانوي.

لیکوال: حامد افغان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د