ارګ هم له خلکو د استسقی د لمانځه غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): ولسمشرۍ ماڼۍ له خلکو غوښتي، چې نن پنجشنبه د باران غوښتو لپاره د استسقی لمونځونه وکړي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، باران د انسانانو، ژوندیو مخلوقاتو او زرغون طبیعت لپاره الهي نعمت دی او کله چې باران نه اوري؛ نو خلک دې د باران غوښتو لپاره لمونځونه وکړي او له الله جل جلاله دې باران وغواړي.

« د اسلام مبارک دین سپارښتنه ده کله چې د وچکالۍ نښې ښکاره شوې، نو مومنان دې خدای تعالی ته رجوع او په عاجزۍ دعا وکړي چې د برکتي باران ورولو سره هغوی له خپل نعمت څخه برخمن کړي.»

په اعلامیه کې له دیني علماوو، خطیبانو، د حج، ارشاد او اقافو وزارت، د علماوو شوراګانو او رسنیو غوښتل شوي، چې د استسقا لمانځه اداب او طریقه خلکو ته بیان او د اداء کولو لارښوونه یې ورته وکړي.

د اعلامیې له مخې، د نېکانو دعا او د دغه اسلامي اصل پر ځای کولو سره به د الهي رحمت«باران» ورېدو شاهدان اووسو.

د روان ژمي پر مهال واورې او اورښتونه کم ورېدلي او د هوا پېژندنې اداره د سختې وچکالۍ خبرداری ورکوي.

دوه اوونۍ وړاندې د کابل د چاپېریال ساتنې ادارې ویلي وو، چې په کابل کې اوبه ۳۰ سلنه کمې شوي او که واورې او اورښتونه ونه اوري؛ نو د کابل ښاریان د اوبو له کمښت سره مخ کېدونکي دي.

یاده دې وي، لس ورځې وړاندې په کندهار کې هم لس زره کسانو د بارانو غوښتو لپاره د استسقا لمونځ کړی و.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد
میلمه
محمد

اشرف غنی دی د کافرانو د غلامۍ څخه ځان راوباسی او د رولا نصرانۍ عفت دی وساتي نور واستسقا ته ضرورت نسته