fbpx

د جعلي او اصلي بیټرۍ پیژندلو لپاره هیڅکله دا کار ونکړئ! ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): ځینې وخت د سمارټ فون بیټرۍ اخیستلو پر مهال سړی د بیټرۍ په اصلي او جعلي پیژندلو کې له یوې او بلې لارې کار اخلي، او یا یې په خوله زور کوي او یا پرې ژبه وهي.

تېره اوونۍ په چین هېواد کې یو سړي د آیفون ځیرک مبایل لپاره بیټرۍ اخیستلو پر مهال د اصلي او جعلي پیژندلو لپاره په خوله زور کړه، له زور کولو سره سم یې بیټرۍ د بم په څېر وچاودېده.

ددغې پيښې د خفیه کامرې په واسطه ویډیو هم خپره شوې.

د آیفون بیټرۍ په اړه د کاروونکو لخوا پخوا هم ډیرې پیښې رامنځته شوي چې د ځینو د مرګ لامل هم ګرځیدلي، چې په دې سره د اېپل شرکت له سختو نیوکو سره هم مخ شوی دی.

د تېر کال په پای کې د اېپل شرکت د آیفون مبایلونه سوکه کړي وو چې د بیټرۍ له امله مبایل ته خطر پیښ نه شي، خو وروسته بیا اېپل شرکت پر دغه غلطۍ اعتراف هم وکړ چې له کبله یې له یو شمېر نیوکو سره مخ شول او آن تر دې چې تر محکمو یې قضیې ورسیدې او دوی له سختو تاوانونو سره مخ شول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د