امریکايي کارپوه: همدا وخت دی، چې امریکا بايد له افغانستانه ووځي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): له امریکا سره د افغانستان د امنيت او سولې غم نه شته، بلکې غواړي تر لږ تر لږه تر راتلونکو اوولسو کلونو پورې دغې جګړې ته دوام ورکړي او په سلګونه زره نور خلک هم ووژني.

دا څرګندونې په امریکا کې د «لوينګ وون ميس» څېړنيز مرکز مشر «ليو راکويل» د افغانستان وروستي امنيتي وضعيت په تړاو له روسي ټلويزيون سره کړي دي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت تېره ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره منلې، چې تېره شنبه کابل ښار کې پر انټر کانټیننټل هوټل د طالبانو ډله‌ ییز بريد کې د نورو بهرنيانو په ګډون څلور امریکايي اتباع هم وژل شوي دي او دوه ټپیان دي.

تر دې يوه اوونۍ وړاندې د ننګرهار په شينوارو ولسوالۍ کې د طالبانو دوو نفوذي عسکرو شاوخوا شپاړسو امریکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې وه او ورپسې يوه ورځ وروسته د جلال اباد ښار هوايي ډګر شا ته پر حلقوي سړک هم پر امریکايي پوځيانو مخامخ بريد کې دوه امریکايي عسکر وژل شوي او يو ټپي وو.

ليو راکويل له روسي ټلويزيون «ار ټي» سره په خپلې مرکې کې ويلي، چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شتون وضعيت نور هم کړکېچن کوي.

د امریکا د نورو عسکرو د رالېږلو او بمباريو د زياتولو په اړه ليو راکويل ويلي، چې افغانستان ته د نورو پوځيانو لېږل او د جګړې زياتول بدبختانه د ټرمپ د هغو ژمنو خلاف عمل دی، چې د ولسمشريزو ټاکنو د سياليو پر مهال او تر هغې وړاندې يې کولې او دا جګړه يې بې ګټې بلله.

راکويل وايي: «په تېرو اوولسو کلونو کې چې څومره ولسي خلک او څومره پوځيان ووژل شول. دا يوه خطرناکه خبره ده، خو امریکا د افغانستان په اړه هېڅ سالمه تګلاره او فکر نه لري.»

راکويل زياتوي، چې امریکا په افغانستان کې له روسيې زیاتې وژنې او لګښتونه وکړل، خو پایله يې نه ښکاری او ټينګار کوي، چې «امریکا بايد له افغانستانه ووځي او پرېږدي، چې افغانان په خپله خپل هېواد جوړ کړي او حکومت پرې وکړي.»

ليو راکويل ويلي، چې طالبان د «زده کوونکو» په معنا دي او د سيمې خپل اوسېدونکي دي، له دوی سره دښمني ځکه ناسمه او ناممکنه ده، چې طالبان د افغانستان خپل خلک دي او «موږ بايد له افغانستانه ووځو او دوی بايد په خپله خپلې پرېکړې ته پرېښودل شي.»

له راکويل څخه پوښتنه وشوه، چې ايا د امریکا له مرستې پرته به افغان حکومت باقي پاتې شي؟

هغه يې په ځواب کې وويل: «نه هېڅکله نه، افغان ولسمشر په خپله منلې، چې د امریکايي پوځيانو له وتلو وروسته افغان حکومت شپږ مياشتې هم دوام نشي کولی.»

راکويل ويلي، چې د سلګونو ملياردو ډالرو لګولو، زرګونو عسکرو او لسګونو زرو ولسي خلکو د وژلو سربېره د اوولسو کلونو په تېرېدو لا هم افغان حکومت د امریکا له مرستې پرته دوام نشي کولی، نو د امریکا د پاتې کېدو او اوسېدو ګټه څه ده؟

دغه امریکايي کارپوه وايي، چې ټرمپ د ټاکنیزو سياليو پر مهال او همدارنګه تر دې وړاندې يې د افغانستان جګړه بې ګټې بلله او ټينګار يې کاو، چې دغه ميلياردونه ډالر بايد د امریکا پر ولس ولګول شي او «امریکا تر ټولو وړاندې» شعار يې پورته کړی و، خو ټرمپ اوس په دې باور شوی، چې دغه جګړه يوازې د بمباريو، وژنو او عملياتو په زياتولو ګټلی شي، چې دا فکر يې ناسم او بې ځایه دی.

ليو راکويل ويلي، چې د کابل کانټيننټل هوټل تر ټولو خوندي هوټل و، چې د سي ای اې غړي په کې اوسيږي، خو امریکا او افغان حکومت د داسې يوې خوندي سيمې ساتنه نه شي کولی، د نور افغانستان ساتنه به څنګه وکړي.

دغه امریکايي کارپوه وايي، چې افغانستان اشغال شوی، دلته د وژنو، شړلو، ځورولو، بندي کولو او بمباريو سربېره د اوولسو کلونو په تېرېدو افغانستان کې نه سوله راغله، نه امنيت او نه هم افغان حکومت د امریکا له مرستې پرته ژوند کولی شي، او همدا اړينه خبره ده، په افغانستان کې د امریکا حضور د خیر پر ځای نور هم شر رسوي او وضعيت نور خرابوي.

ليو راکویل ټينګار کوي چې امریکايي پوځيان دې له افغانستانه ووځي او پرېږدي، چې افغانان خپل هېواد جوړ کړي او په سوله کې ژوند وکړي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

پدې ټکی هر وګړی پوهیږی چه: سیاست بازی ، نه مور لری نه پلار نه خواښې نه باجه نه اخښی، یا داسی ووایو چه سیاست نه مور پېژنی نه پلار نه ورور.فقط د نامشروع ګټو لاسته راوړل دی په هره بیه چه وی. د پورته لنډی مقدمې په رڼا کی غواړم ووایم: د کمونسټی شوروی او غربی استعماری هیوادونو اهداف ټول مشترک وه خو تاکتیکونه ئې سره متفاوت وه. د شوروی د حاکمیت په وخت کی په مسکو کی د ټولو خولو او ستونو او رسنیو څخه راوتلی خبری ټولی یوشان او د واحد ادبیاتو درلوونکې وی خو د غربی… نور لوستل »

افغان
میلمه
افغان

خپلواک نه غلام او بلواک حضرته ، دا ناسمه او د ساده عوامو ناسمه خبره ده چه سیاست مخ او څت نه لری ، هغه فتنه ده ستا بادارانو فتنی او سیاست سره الیش کړی له سیاست یی فتنه او له فتنی یی سیاست جوړ کړی تر څو سکولریزم ته لیار پرانیزی حتی مساجدو کی ویل کیږی د سیاست په اړه څه مه وایاست دا مسحد دی په داسی حال کی چه د اسلام یو نوم سوله او بل نوم یی سیاست دی سوله له سیاست او سیاست له سولی غیره ممکن نه دی چه رامنځته او یا وساتل شی… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د ښاغلی ” افغان!” د پاملرنی وړ:
ما ” سیاست” د غربیانو د کړنو په اساس تعریف کړیدی نه د اسلام له نظره.
هغه څه چه ” افغان” بیان کړیدی هغه سیاست نه بلکه تدبیر او حکمت بلل کیږی.
ما د نن ورځی چل بازی او فریب او تېر ایستل تعریف کړیدی، هغه فریب چه مثلاً د پنجاب د استخباراتو د دفتر څخه په مجازی او دیجیټالی او انټرنیټی نړۍ کی د
” افغان” او مسلمان تر نومونو لاندی د عامو خلګو پاک احساسات د ناروا اهدافو د لاسته راوړلو پخاطر کاروی.که څنګه؟

اقبال
میلمه
اقبال

الهی نظام د خلافت او سیاست نوم دی حکمت ویزډم هم کیدی شی تعریف شی یعنی هر هغه څه چه په کړنه کی یی له ښه تفکر او ښه تدبر څخه کار واخستل شی هغه حکمت دی یعنی حکمت هم کوچنی خبره نه ده مګر عمومیت لری دا د اسلام مقدس دین سره ډیره کارول شوی معلومیږی چه له دی مخکی حکمت د حکمت په معنی دومره نه دی کارول شوی یا اصلا نه دی کارول شوی مګر سیاستد خلافت ته یا الهی نظام ته ویلی شی ، سیاست په عربی لغت کی کی د یو ناګویه اسپ مهارولو او… نور لوستل »