نړۍ

د پنجاب حکومت د پوهنې د بهیر د پرمختګ لپاره بېړنی حالت نافذ کړ

نن ټکی آسیا: د پاکستان د پنجاب ایالت حکومت د تعلیم او پوهنیز بهیر د پرمختګ او ښې ودې لپاره، په ټول ایالت کې بېړنی حالت اعلان کړ.

د پنجاب حکومت په دې کم ساري اقدام سره ښوونځي ته د هر پنجابي ماشوم تګ حتمي او ضروري کړ.

د پاکستاني رسنیو له راپور سره سم، حکومت د دې پریکړې له لارې د هر ماشوم له کورنۍ څخه په ټېنګه غوښتل شوي، چې باید خپل ماشوم ښوونځي ته ولېږي او د تعلیم په وړاندې يې خنډ نشي.

د قانون د دې مادې له پریکړې سره سم، پر ۵ او ۱۵ کاله عمر لرونکو ماشومانو درس ویل او زده کړې کول لازمي دي.

د دې پریکړې سرغړونکو ته جریمې او سزاګانې هم ټاکل شوې دي.

د ساري په توګه که د کوم ښوونځي مدیر د زده کوونکو له لیست څخه د کوم ماشوم نوم وایست، نو (۵۰۰۰۰) پنځوس زره پاکستانۍ کلدارې جریمه یا شپږ میاشتي بند به پرې کوي      

همدارنګه د ښوونځيو مسؤلین مکلف شوي، چې د بې وزلو کورنیو له ماشومانو سره به په فیس کې تخفیف په پام کي نیسي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان د نورو ایالتونو اوسېدونکي له مودو مودو راهیسې د پنجاب او پر مرکزي حکومتونو نیوکې کوي، چې د نورو صوبو یا ایالتونو له خلکو سره امتیازي او توپيري چلند کوي او ګواکې تل د نورو پاکستانیانو پر حقونو خېټه اچوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x