افغانستان

د فراه والي له خپلې دندې استعفا وکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د فراه والي عارف شاه جهان په دغې ولايت کې د وروستيو نا امنيو او د لاريون کوونکو د نيوکو له کبله استعفا کړې ده.

د فراه د ولايتي شورا رئيس فريد بختور د عارف شاه جهان استعفا کول تاييد کړي دي.

د بختور په وينا، د فراه والي رسنيو ته وويل چې د کابل حکومت ورسره د فراه د امنيت په ټينګولو کې مرسته نه ده کړې ځکه غواړي چې خپله استعفا وکړي زياتوي چې “له دې وروسته نه غواړي د فراه د والي په توګه پاتې شي”.

په فراه کې په دې وروستيو کې امنيتي وضعيت تر بل هر وخت خراب شوی، چې تېره ورځ د دغې ولايت اوسېدونکو د فراه د والي او امنيه قوماندان پر ضد لاريون وکړ او د هغوی د ليرې کولو غوښتنه يې کوله.

پرونی لاریون په تاورتريخوالي بدل شو، چې په وروستيو کې پوليسو په لاريونوالو ډزې وکړې او اووه تنه يې ټپيان کړل.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د فراه د والي مرستيال محمد يونس رسولي ويلي و چې د فراه ښار له څلورو خواوو د طالبانو له لوري کلابند دی او هره شپه په امنيتي پوستو د بریدونو له کبله د دوی له لسو تر پنځلسو عسکر خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د راپورونو له مخې د فراه ولايت په زياته خاوره طالبان واکمن دي او اوس مهال د ولايت په نيږدې درې کيليو مترې کې فعاليتونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x