
امريکا هلته ناقانونه مېشت لسګونه افغانان راشړلي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، امریکا هلته د مېشتو افغانانو له ډلې لسګونه ناقانونه کسان را شړلي دي.
د سرچينې په قول وروسته له هغه چې ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشر شو، د افغان کډوالو د شړلو لړۍ ورسره هم مهاله پیل شوې ده.
ټرمپ امریکا ته د ورتلونکو کډوالو او هلته د مېشتو بهرنیانو په تېره بیا مسلمانانو په اړه یو لړ فرمانونه صادر کړي دي.
د کډوالو چارو وزارت مطبوعاتي څانګه وايي، په تېر یوه کال کې دوه ډلې افغانان له امریکا نه شړل شوي دي.
د دې وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ میاخېل وايي، په یوه ډله کې ۲۱ تنه او بله کې شپږ تنه هغه افغانان و، چې امریکا د ناقانونیت له امله را شړلي دي.
میاخېل وايي، په را شړل شویو کسانو کې ځينو د امریکا له قوانینو سره سم د کډوالۍ ځينې شرایط نه و پوره کړي.
په ورته وخت کې یو څیړنیز بنسټ – ډاکمنټ کلاوډ – ویلي، چې په تېرو دوو میلادي کالونو کې په ۲۰۱۶ م کال کې ۱۴ او په ۲۰۱۷ م کال کې ۴۸ تنه افغانان له امریکا نه شړل شوي دي.
ډونالډ ټرمپ پخپلو ټاکنیزو منډو ترړو کې هم پر دې ټينګار کاوه، چې د بهرنیو پناه غوښتونکو لپاره به شرایط سخت کړي.